بلخ کې ماين چاودنې ديارلس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۷)
چارواکي وايي، د بلخ ولايت په شولګرې ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له کبله ديارلس کسانوته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چاودنه نن سهار د پنځه نیمو بجو په شاوخوا کېد يادې ولسوالۍ مربوط د قوچ قزل کلي کې پر يوه سراچه موټر شوې ده.
د شولګرې ولسوالۍ امنيه قومندان سيد عارف وايي، په دغه چاودنه کې د يوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي او اووه نه نور ټپيان دي.
د عارف په وينا، په وژل شويو او ټپيانو کې مېرمنې او کوچنيان هم شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې د بلخ د پوليسو وياند شيرجان درانی دغه پېښه نه تاييدوي وايي په دې اړه تر اوسه هيڅ معلومات نه دي ورکړل شوي.
تر دې دمه چا د دغه چاودنې پړه نه ده منلې.



