پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

طالبانو ته غزني څه شی دی؟/ بدرالدین ابدال

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
اگست 11, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
269
ځلې شریک شوی
208
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

په پخوانیو متلونو کې به یې ویل«پیریانو ته غزني څه شی دی؟» د دغه متل تاریخي لرلید رامعلوم نه دی، خو پیریان ډېر چټک او گړندی مزل کوي او کیلومتر مزل د سترگو په رپ کې وهي. خو په ۲۰۱۸ز کال کې وايي«طالبانو ته غزني څه شی دی؟» ځکه په څو ساعتونو کې یې غزني سقوط ته نږدې کړ او د چارواکو ټول خیال پلونه یې ورخراب کړل.

د تېرې جمعې په شپه طالبانو د غزني ښار په مهمو ځایونو همهاله بریدونه پیل کړل، چې د تېرې شنبې شپې پورې دغه بریدونه روان وو. په دغه بریدونو کې د غزني امنیه قومنداني، د PRT په نامه لویه نظامي ودانۍ، محبس، د غزني ښار اړوند امنیتي پوستې، بالاحصار، د رېزرف قطعې د قومندانۍ مرکز، د چټک غبرگون مرکز او په ټوله کې ۲۹ پوستې او تر ۲۰۰ پورې امنیتي کسانو ته په مرگ‌ژوبله دغه برید پای ته ورسېد، خو حکومت بیا هم طالبان ناکام وبلل چې د حیرانتیا خبره ده.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

غزني سقوط ته نږدې شوی و؛ خو دا چې د طالبانو خپل هدف ترلاسه کړ، نو غزني یې سقوط نه کړ او شاتگ یې وکړ. په دغه جګړه سلگونه میله سپکه او درنه وسله هم د طالبانو لاسونو ته ورغلې او په راتلونکي کې به د امریکا خیراتي وسله بېرته د دوی پر ضد وکارول شي او طالبان به پرې ډېرې بریاوې خپلې کړي.

د غزني په جگړه کې لسگونه عسکر تسلیم شول، له دوو سوو ډېر ژوبل او مړه شول او طالبانو مهم ځایونه او مهم مرکزونه له منځه یوړل، چې حکومت یې له درانه خوب څخه رابیدار کړ؛ ځکه حکومت هېڅکله د داسې ورځ خوب نه و لیدلی، چې په توره شپه کې طالبان غزني ته ننوځي او دوی چې راويښېږي، طالبان یې سرونو ته له وسلو او مهماتو سره یو ځای ولاړ وي.

که د غزني په جگړه کې څوک د افغان پوځیانو په مړینه خواشیني وي، نو دوی ته دې وویل چې جهاد د الله جل جلاله امر دی او د الله جل جلاله له امره انکار او بغاوت کفر دی. طالبان هره میاشت له افغان امنیتي ادارو له عسکرو غواړي چې دندې پرېږدي او دوی دې په امریکايي جگړه کې له خپلو افغانانو پرضد نه کارول کېږي؛ خو دوی بیا هم مقاومت کوي او د نړۍ د مفسد نظام غټ خېټې چارواکي ساتي او خپله جگړه ورته د وطن د ازادۍ ښکاري؛ خو د جگړې مشوره سره پوستي امریکایان ورکوي.

که غزني نن سقوط نه شي، نو راتلونکي کې به په ډېره اسانۍ سقوط شي. ځکه طالبانو په دغه جگړه یوه چورلکه هم د اور خوراک کړه او پاتې نورې چورلکې بېرته کابل ته راورگرځېدې او هوښیار پېلوټ په خپله ځان د مرگ کومې ته نه غورځوي. حکومت باید خپله ناکامي ومني او امریکا هم په ښکاره ووايي: چې د افغانستان روانه جگړه دوی نه شي گټلی او نور د افغانستان اشغال ته د پای ټکی کېږدي.

دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت او په افغانستان کې مېشت امریکايي ـ ناټو ځواکونه په پرله‌پسې ډول وايي، چې طالبانو ماتې خوړلې، طالبان د جگړې توانايي نه لري، طالبان په ډلو وېشل شوي او بېلابېلې پروپاگندې کوي؛ خو موږ گورو چې طالبان په پرله‌پسې ډول ولسوالۍ نیسي، کندوز دوه ځلي سقوط کوي، فراه او غزني یې سقوط ته نږدې کړل او د تېر اختر په اوربند کې یو طالب هم د خپل مشر شیخ هبة الله څخه سرغړونه ونه وکړه او ټولو یې فرمان په لبیک سره ومانه.

همدا اوس د افغانستان ډېره خاوره له طالبانو سره ده او ۶۵ ولسوالۍ په بشپړ ډول له طالبانو سره دي او لسگونه نورو ولسوالیو یوازې مرکزونه له حکومتي عسکرو سره دي او په نورو سیمو کې یې طالبان مېشت دي. د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د سولې له لومړۍ خبرو وروسته پر حکومت ډېر فشار دی، ځکه حکومت تېر ۱۴ کاله له طالبانو د سولې غوښتنه کوله او طالبانو په بیا ـ بیا ردوله. اوس د حکومت خپلواکي(!)، زاري او ډالر له گواښ سره مخ شوي. که طالبان او امریکایان یوې هوکړې ته ورسېږي؛ نو بیا به له افغانستان سره د میلیاردونو ډالر مرستې نه کېږي او حکومتي جگړه ماران به له لوږې مړه شي. د دوی گټې به له خطر سره مخ شي او ځانونه به په تش ډگر وگوري، چې شاوخوا یې ټوله طالبانو محاصره کړي وي.

لوی ټکي: بدرالدین ابدالجگړهسقوططالبانغزنيمهم
مخکینې مطلب

پلچرخي: نږدې پنځه سوه زندانيان د کوما حالت ته رسېدلي- اعتصاب دوام لري

بل مطلب

له کابل او پکتيا څخه غزني ته ورتلونکي پوځي کاروانونه بېرته ستانه شوي

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    16 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com