شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

نیویارک ټایمز: غزني کې یواځې دوې ولسوالۍ د حکومت لاس کې دي

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 13, 2018
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
1.1k
ځلې شریک شوی
84
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

نیویارک ټایمز امریکايۍ ورځپاڼې په خپل یوه راپور کې ویلي چې د غزني د ۱۸ ولسوالیو له جملې ۱۶ طالبانو نیولې دي او یواځې دوې ولسوالۍ د حکومت په لاس کې دي.

نیویارک ټایمز نن د زمري په ۲۲مه په خپل راپور کې لیکلي چې طالبانو پر غزني ښار له ستر برید سره هممهاله، چې نن څلورمه ورځ هم دوام لري او په پایله کې یې طالبانو د ښار زیاتره برخې نیولې دي، د دې ولایت پر څلورو ولسوالیو بریدونه پیل کړل، چې څلور واړه یې له حکومتي ځواکونو ونیولې.

نیوریاک ټایمز وايي، نن، دوشنبه (۲۲ زمری)، حکومت د غزني د ۱۸ ولسوالیو له جملې پر دوو ولسوالیو بشپړ کنټرول درلود. که طالبان دا پاتې دوې ولسوالۍ هم ونیسي، نو دا به د افغانستان په ۱۷ کلنه جګړه کې لومړی ځل وي چې طالبان یوه پوره ولایت ته سقوط ورکوي.

دا امریکايۍ ورځپاڼه وايي، د جمعې پر ورځ طالبانو په اجرستان ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو پر یوه مرکز مرګونی برید وکړ چې، د افغان لوړپوړو چارواکو په خبره، نږدې ۱۰۰ کمانډو عسکر او د پولیسو افسران پکې ووژل شول.

دې ولسوالۍ وروسته سقوط وکړ.

په دې بله ورځ، شنبه / د زمري ۲۰مه، طالبانو د غزني خواجه عمري ولسوالي ونیوله او کور په کور د دولتي عسکرو په نیولو پسې ګرځېدل.

د نیویارک ټایمز په خبره، د یک شنبې په ورځ، د زمري ۲۱مه، یې، د ولایتي شورا د یوه غړي حمیدالله نوروز په خبره، د غزني ولایت په شمال غرب کې د ناور په نوم ستره ولسوالي ونیوله.

د دوشنبې په ورځ، د زمري ۲۲مه، یې د غزني ده یک ولسوالي ونیوله.

• پر غزني ښار او د طالبانو برید:

طالبانو د تیرې جمعې په ورځ، د زمري ۱۹مه، سهار وختي پر غزني ښار له څلورو لورو همغږي بریدونه پیل کړل. د دې عملیاتو لپاره طالبانو له ځینو نورو ولایتونو خپلې قطعې راټولې کړې او اوس د ښار دننه او شاوخوا له حکومتي ځواکونو سره په سخته جګړه بوخت دي.

د غزني ښار په عملیاتو کې امریکايي ځواکونه د هوا او، د غزني ښار د امنیه قومندان په خبره، د ځمکې له لارې له افغان ځواکونو سره مرسته کوي.

تر دې دمه په دې عملیاتو کې د دوو چورلکو د سقوط خبر ورکړل شوی، خو چارواکي د یوې نسکورېدل مني او د بلې د سقوط په اړه یې څه نه دي ویلي.

طالبانو همداراز غزني ښار ته د کومکي ځواکونو د مخنیوي لپاره د کابل-کندهار لاره په میدان وردګ ولایت کې تړلې ده. د میدان وردګو په سیداباد ولسوالۍ کې غزني ښار ته تلونکې قواوې د طالبانو تر سختو او دوامدارو برید لاندې راغلې دي.

همداراز، د زابل او پکتیا له لارې د دولتي ځواکونو مرستې ته تلونکې قواوې هم په دې ولایتونو کې له طالبانو سره په جګړه بوختې دي.

• جګړه کې اوښتي تلفات:

د غزني ښار د روغتون مسؤل، باز محمد همت، تېره ورځ، یک شنبه، نیویارک ټایمز ته د ټلفون له لارې ویلي و چې روغتون ته ۱۱۳ مړي او ۱۴۲ ټپیان وروړل شوي، چې زیاتره یې دولتي ځواکونه دي.

دا چې نن ورځ هم جګړه روانه وه نو ښايي تلفات نور هم پسې لوړ شوي وي.

بل خوا، د کورنیو چارو وزیر، ویس احمد برمک، نن دوشنبه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې په دې جګړه کې ۷۰ پولیس افسران وژل شوي دي.

دولتي چارواکي ادعا کوي چې په جګړه کې یې تر ۱۹۴ زیات طالبان وژلي او ۱۴۷ نور یې ټپیان کړي دي.

لوی ټکي: غزنی
مخکینې مطلب

غزني جګړه: څلور ورځې وروسته، لا هم طالبان پر ښار واکمن دي

بل مطلب

پر ځان باور وکړئ، او ويره ووژنئ

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
افغانستان

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
خبرونه

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
افغانستان

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    18 شریک شوي
    شریکول 7 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com