(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۳)
د امریکا د دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، هغه پوځي چې د افغانستان په سويلي ولايت هلمند کې ټپي شوی و د سخت ټپونو له کبله ساه ورکړې ده.
خبرپاڼه زياتوي، پنځه دېرش کلن ريمونډ راروګال تېره اوونۍ په هلمند ولايت کې د سړک د غاړې په ماين چاودنې کې ټپي شوی و.
پنټاګان د ياد پوځي د وژل کېدو له اعلان وروسته ويلي چې د يادې پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي دي.
د امریکايي رسنيو د معلوماتو پر بنسټ، نوموړي پوځي په دوه زره پنځم، شپږم او اتمو کلونو کلونو کې په عراق کې د امریکا په هوايي ځواک کې دنده کړې ده.
اود ۲۰۱۸م کال په مارچ میاشت کې د امريکايي ځانګړو ځواکونو سره يوځای د جګړې لپاره افغانستان ته رالېږل شوی و.
د افغانستان او سيمې په اړه د ټرمپ د ستراتيژۍ له اعلان وروسته د ۲۰۱۸م فبرورۍ مياشت کې له عراق څخه افغانستان ته امريکايي پوځيان د جګړې لپاره راولېږل شول چې د چارواکو په وينا ډيری يې د افغان پوځيانو په روزنه، هغوی ته په مشورو ورکولو او وخت ناوخت په چاپو، هوايي او ځمکنيو عملياتو کې هم برخه اخلي.















