جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

غزني؛ طالبانو څه ثابت کړل؟/ هېواد ریان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
اگست 14, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
156
ځلې شریک شوی
262
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د کابل او غزني ترمنځ یوازې میدان وردگ ولایت پروت دی، یعنې له مرکز ډېر لرې نه دی. غزني هلمند، هرات، کندوز او ننگرهار نه دی، بلکې کابل ته نږدې ولایت دی. په کابل کې د بهرنیو او کورنیو عسکرو شمېر معلوم نه دی او په الوتکه کې غزني ته کېدای شي نیم ساعت لاره وي؛ خو طالبان بیا هم دغه ولایت د پنځمې ورځې له پاره هم د محاصرې لاندې نیسي. په تېرو اتلسو کلونو کې پر غزني بېلابېلې واکمنۍ روانې وې. د پاڅونوالو په نامه پروژه د اسدالله خالد په وخت کې پیل او تر ډېره یې د غزني ولس قرباني کړ، وروسته د ډیویډ پېټروس پروژه «اربکیان» هم له غزني پیل شوه. د غزني «اربکي في الله مجید قرار» سیدشاه سقیم، اکرم غازي، خوشال خلیل او گڼو نورو تالي څټو لیکوالو ورته لیکنې او شعرونه ویل. دوی په خپلو لیکنو او شعرونو کې اربکیان د غزني ولس ته اسماني پرښتې بللې. «العیاذ بالله» پاڅونوالو او اربکیانو چې پر خپل ولس څومره ظلمونه کړي، مازې یادونه یې د انسان له وسې بهر خبره ده. تاسې یو ځل د غزني له اندړو، مقُر، قره باغ، خوږیاڼیو او نورو ولسوالیو له خلکو وپوښتئ، چې پاڅونوالو او اربکیانو ظلمونه د چنگېز له ظلمونو څو چنده زیات نه وو؟ دوی څومره طالبان ووژل او څومره یې د غزني ملکي خلک ووژل؟

په غزني کې ظلم اخېرې حد ته رسېدلی و/ دی. د اسدالله خالد، ډیویډ پېټروس او د نورو روزل شوي وحشیان لا په بشپړ ډول ختم شوي نه دی، بلکې تراوسه یې ځینې خلک پاتې دي. ځینې کابل ته راتښتېدلي او ځینې خو یې امریکا ته هم رسېدلي دي. د تناره د یوې ډوډۍ د نه ورکړې پر سر هم هسکې ځوانۍ نړېدلي او اربکیان او پاڅونوال تراوسه د غزني له خلکو قلنگ اخلي او که انکار وکړي؛ نو ځواب یې یوه مرمۍ او مرگ دی.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

له تېرې جمعې شپې راهیسې پر غزني د طالبانو بریدونه پیل شوي. د غزني ښار ډېرې سیمې طالبانو نیولي او تر نن سهار پورې یوازې د ښار درې سیمې له حکومت سره پاتې دي. د غزني ښار سربېره طالبانو په تېرو څلورو ورځو کې د غزني دوه ولسوالۍ هم ونیولې او گڼې سیمې یې له دولتي ځواکونو پاکې کړې. طالبانو په تېرو څلورو ورځو کې دومره وسله او مهمات ونیول، چې څو کاله یې بس دی.

د ملي امنیت ریاست، د فاع او کورنیو چارو وزارتونو وزیرانو په ډېره سپین سترگۍ پرون وویل، چې غزني اوس هم د حکومت تر واک لاندې دی او تازه دمي ځواکونه غزني ته رسېدلي دي. خو دوی سپین سترگو ونه ویل، چې د غزني کومه سیمه د دوی تر واک لاندې ده؟ د تازه دمو ځواکونو الوتکې خو ووېشتل شوې او غزني ته ټولې لارې طالبانو بندې کړي دي. د طالبانو چې ځمکه او هوا تر خپل کنټرول لاندې لري؛ نو ستاسې تازه دمي ځواکونه څنگه ورورسېدل؟ امریکايي تازه دمو ځواکونو خو د خلکو کورونه، هټۍ او نورو ځایونه بمبار کړل او خلکو ته یې میلیونونه ډالر زیان واړاوه. ایا تازه دمو ځواکونو مرسته همدا وه، چې د غزني له خلکو سره یې وکړه؟

د لومړي ځل لپاره….

د لومړي ځل لپاره طالبان یو ولایت د څلورو ورځو لپاره محاصره کوي او د شاتگ پر ځای ساعت پر ساعت مخکې تگ کوي او نوې سیمې نیسي. طالبان هر کله د یوې سیمې د نیولو وروسته ډېر نه پاتې کېږي؛ ځکه طالبان پوهېږي چې امریکا او افغان حکومت د دوی غچ له ملکیانو اخلي، نو د پاتې کېدو پر ځای هغه سیمه پرېږدي. کندوز او فراه د دې خبرې ښه ثبوت دی، چې طالبانو د ملکي وگړو د خوندیتوب لپاره مرکزونه پرېښودل او شاتگ یې وکړ.

د طالبانو دغه بریا امریکا او افغان دولت ته یو ښکاره پیغام دی، که دوی وغواړي نو هره سیمه تر گواښ لاندې راوستلی شي او سقوط کولی یې شي. د غزني له سقوط وروسته میدان وردگ، پکتیکا او ورڅېرمه ولایتونه هم تر گواښ لاندې دي او کېدای شي د غزني په پرتله هلته ډېر مقاومت ونه شي. د غزني د جگړې پر مهال ډېری عسکرو د جگړې پر ځای د تسلیمۍ لاره غوره کړه او ژوندي پاتې شول. عسکر باید د خپلو قومندانانو په تشو غوړو وعدو دوکه نه شي او د جگړې کولو پر ځای باید طالبانو ته تسلیم شي، هم به یې ژوند خوندي شوی وي او هم به خپلو کورنیو ته روغ سلامت رسېدلي وي. طالبانو د غزني په روانه محاصره کې ثابته کړه، چې د دوی پر ضد د حکومت او امریکا څرگندونې یوازې د خلکو تېر ایستل دي او دوی کولی شي چې ټول افغانستان هم همداسې ترې خپلې ولکې لاندې راولي. خو دغه کار په بېړه نه، بلکې په تدبیر سره کولی شي.

لوی ټکي: د حکومت ناکاميد طالبانو جگړهغزنيمحاصرهمهمهېواد ریان
مخکینې مطلب

فارياب: طالبانو ته د ملي اردو ۵۷ عسکر تسليم شوي

بل مطلب

پنټاګون: هلمند کې ټپي شوي امريکايي پوځي ساه ورکړه

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com