(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲۵)
راپورونه وایي چې طالبانو تیره شپه د فاریاب ولایت مرکز ته نږدې د پښتونکوټ ولسوالۍ د چقماق په نوم پراخه او ستراتیژیکه سیمه له سختو نښتو وروسته تر خپل پوښښ لاندې راوسته.
د پژواک خبریال قطب الدین کوهي وایي، یاده سیمه له تیرو ۵ میاشتو را په دې خوا محاصره وه، چې تیره ورځ ورته سل تنه کومانډویان له لسو ټانګونو سره یوځای مرستې ته ورغلل، خو د طالبانو تر سختو نښتو وروسته په سیمه کې د ۳۰۰ کسیزه ملیشو قوماندان عبدالرحمان شمال چې په(قوماندان شمال) مشهور دی له ټولو کومانډویی مرستندویانو سره یوځای تیره شپه سیمه پریښې او مرکز میمنې ښار ته رسیدلی.
د طلوع نیوز د راپور ترمخه، د شمال قوماندان ۳۰ کسه وسلوال طالبانو ته تسلیم شوي، ۶ تنه یې وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
قوماندان شمال وایي، د هوایي ځواکونو د مرستې نشتون او په افرادو کې یې طالبانو ته د وفادارو کسانو موجودیت د دې لامل شو، چې سیمه طالبانو ته پریږدي او خپله د میمنې ښار ته پناه یوسي.

چقماق د فاریاب د مرکز لپاره د امنیتي کمربند ارزښت درلود چې په سقوط سره یې طالبانو نور هم د میمنې حدودو ته ځان نږدې کړ.
د چقماق تر سقوط وروسته د دهندره ا و چهارتوت سیمې د مرکز میمنې لپاره د وروستي امنیتي کمربند په څیر حیثیت لري چې په سقوط سره یې د فاریاب ولایت د مرکز میمنې سقوط حتمي دی.
په یوه بل خبر کې ویل شوي چې طالبانو ددې ولایت د المار ولسوالۍ د جلګلدي، دونګ قلعه، یتیم قشلاق، هزاره قشلاق سیمې نیولې او د المار ولسوالۍ د مرکز څو متري ته یې ځان رسولی.
طالبانو د دواړو پیښو په تړاو تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښوودلی.
















