(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۷)
ټاکل شوې سبا د یک شنبې په ورځ د فلسطين او افغانستان د فوټبال ملي لوبډلو تر منځ په کابل کې دوستانه سيالي ترسره شي.
د افغانستان د فوټبال فدارسيون وايي، د فلسطين د فوټبال لوبډله وړمه ورځ کابل ته رارسېدلې او پرون ماښام يې د کابل په لوبغالي کې د سيالۍ لپاره تمرينات وکړل.
د فوټبال فدارسیون د معلوماتو له مخې، د دواړو هېوادونو دغه دوستانه سيالي به سبا د یک شنبې په ماښام د زمري په اته ويشتمه نیټه د ماښام په شپږنيمې پجې پيل کېږي.
د مسوولينو په وينا، دغه سيالي به د طلوع او لمر تلويزيونونو څخه په ژوندۍ بڼه ښودل کېږي.
د فلسطین د ملي لوبډلې مدير بهرامي په کابل کې رسنيو ته وويل، په لومړي ځل د افغانستان څخه په ليدنه خوښي څرګندوم زياته يې کړه چې “د افغانستان له خلکو او د فوټبال فدارسيون حخه مننه کوم چې د دواړو لوبډلو تر منځ يې د دوستانه لوبو لپاره زمينه برابره کړه”.
د يادونې ده، چې د فلسطين لوبډله د افغانستان د فدارسيون په بلنه په لومړي ځل کابل ته راغلې تر څو له افغان لوډلې سره دوستانه لوبه وکړي.
















