(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۸)
د راپورونو له مخې، په پروان ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په تر ټولو ستر پوځي مرکز “بګرام هوايي ډګر” د توغنديو بريد شوی چې د ځايي سرچینو او طالبانو په وينا هغوی ته پکې تلفات اوښتي دي.
دغه راز د کابل ښار شپاړلسمې امنيتي حوزې ته څېرمه د ملي امنيت پر ناټو قومندانۍ ته څيرمه هم دوه توغندي لګېدلي چې تر دې دمه يې د تلفاتو په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.
د کابل د امنيه قومندانۍ وياند حشمت ستانکزی دغه بريدونه تاييدوي وايي، چې يو د قلعه زمان خان اړوند سيمه کې لګېدلی زياتوي چې مرګ ژوبله نه لري.
نوموړی وايي، دغه توغندي د کابل ښار له ختيځې سيمې هغه مهال وتوغول شول چې کله په د وزیراکبرخان پر غونډۍ د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو د کليزې مراسم روان و.
طالبانو پر بګرام هوايي ډګر د توغنديو بريد منلی وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکلي: په دغه بريد کې امريکايي ځواکونو ته تلفات اوښتي خو په اړه يې دقيق معلومات نه دي ترلاسه شوي.
















