طالبان: امريکا دې د برتانيې له ماتې عبرت واخلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۸)
نن چې د زمري اته ويشتمه نيټه ده په ټول هېواد کې له انګريزانو د ازادۍ اخيستلو نهه نوي يمه کليزه لمانځل کېږي.
طالبانو هم په يوې اعلاميې کې له انګريزانو د ازادۍ اخيستلو د افغانانو قربانۍ او سرښندنې ستايلي او ټولو افغانانو ته يې د ازادۍ ورځې مبارکي ويلې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، افغانانو د علماء کرامو، روحانيونو او بادرکو مشرانو په لارښونه د سرتاسري پاڅون په پايله کې پرنګي طاغوت ته په دريم ځل تاريخي ماتې ورکړه او د هيواد ملي او سياسي خپلواکۍ يې ترلاسه کړه.
طالبانو ويلي، موږ د بریتانوي استکبار په وړاندې د سپېڅلې مبارزې او استقلال په لاره کې د مجاهدو افغانانو کارنامو او سرښندنو ته د درناوي په وړاندې کولو سره خپل ميړني ولس ته له خوښيو ډکې پيرزوينې اهداء کوو او د دې وياړمنې ورځې د رارسيدو مبارکي ورته وايو
د خبرپاڼې له مخې، د هېواد د خپلواکۍ نهه نوي يمه کليزه په داسې حال کې رارسېدلې چې هېواد يوځل بيا د “امريکا استعمار” لاندې دی زياتوي چې څو تنو “افغانما غرب پلوو د اشغال د پايښت په خاطر امنيتي تړون لاسليک کړی” او د هيواد ازادي يې يوځل بيا ګرو کړې ده.
دغه راز طالبانو ويلي چې د خپلواکۍ له انګريزانو څخه د ۹۹ کليزې د ازادۍ پر اخيستلو وياړي او په وينا يې لرې نه ده چې “د يوويشتمې پيړۍ د نړۍ خور استعمار د شکست وياړ هم افغانان خپل کړي”.
همدارنګه طالبانو امريکايانو ته ورياده کړې چې برتانويانو په ډيرو هڅو ونه شو کړای چې افغانستان خپله “مستعمره” وګرځوي ” دوی يې هم د متعال رب په نصرت او د دې اولس په قربانۍ نشی مستعمره کولای”.
طالبان وايي، امريکايي اشغالګر دې د برتانيې له ماتې عبرت واخلي او د هغوی برخليک ته په کتو دې له زور او سرتمبګۍ څخه لاس په سر شي.
د يادونې ده، چې طالبان هر کال د هېواد په ټولو ولايتونو کې د خپلواکۍ ورځ د امريکايي او افغان ځواکونو څخه د نيول شويو وسایطو په ښودلو لمانځي او په ځانګړو راپورونو کې يې نشر ته سپاري.



