د پولېنډ هېواد یو اوسېدونکی د ۲۵ کلونو دی خو له بدن، شکل او حرکاتو ۱۲ کلن ښکاري.
نوموړی وايي، ”زه ۲۵ کلن یم او غواړم چې له خپل عمر سره برابر سړی ښکاره شم. زه له دې هلکه کرکه کوم چې هره ورځ یې په هینداره کې وینم، ځکه دا زه نه یم.“
۲۵ کلن ټوماسز نیډولسکي له یوې ځانګړې ناروغۍ ځورېږي، چې له امله یې د انسان د بدن غټېدل وچ درېږي.

دې ناروغۍ ته فیبري ډزیز (Fabry Disease) ویل کېږي. دا ناروغي په بدن کې د یو ډول ځانګړو مواد د نه شتون او زیات کمښت له امله پیدا کېږي.
د دې ناولدې ناروغۍ له امله نیډولسکي ډېر ځورېږي او له ګڼو اقتصادي، ټولنیزو او ښوونیزو ستونزو سره مخ دی.
له دې سره سره، نیډولسکي د هاضمې، اعصابو، زړه، پښتورګو او د بدن په نورو غړو کې د دردونو او زیان له ګواښ او ستونزو سره هم مخ دی.

له ۲۰۱۲ز کال راهیسې ډاکټران د نوموړي د ناروغۍ د لازیاتېدو د مخنیوي هڅې کوي خو تر دې دمه بریالي شوي نه دي.
د نیډولسکي په ۷ کلنۍ کې له دې ستونزې سره مخ شو. په پیل کې د نااشنا نښو او ناولده جسماني جوړښت له امله ډاکټرانو نوموړی ذهني ناروغ وباله. خو کله چې نوموړی ۱۵ کلن شو، ډاکټران د نوموړي د ناروغۍ په تشخیص بریالي شول. له بده مرغه، د دې نااشنا ناروغۍ درمل لا تراوسه نه دي تیار شوي.
ویډیو:
https://www.youtube.com/watch?v=HBE2F2v74sw


















