(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱)
د امریکا د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې ټاکل شوې ده د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل په راتلونکو څو میاشتو کې له دندې ګوښه او دنده یې بل جنرال ته وسپارل شي.
پنټاګون ویلي، د نوې ګمارنې له مخې جنرال “کنټ مک کنیزي“ به د ووټل ځای ډک کړي او په عراق، سوریه او افغانستان کې به د جګړې رهبري پرغاړه واخلي.
مک کنیزي تر دې وړاندې په افغانستان کې هم د امریکا جګړه رهبري کړې او دڅه مودې لپاره د ناټو عمومي قوماندان هم پاتې شوی.
داپه داسې حال کې ده چې ټاکل شوې راتلونکی میلادي کال په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نیکلسن رسماً له دندې ګوښه او پرځای یې به یې نوی ټاکل قوماندانځ په دنده وګمارل شي.
دا بدلونونه داسې مهال مخ ته راځي چې د افغانستان لپاره د ټرمپ له جګړیزې ستراتیژي یوکال تیریږي، چې له پراخو بمباریو او جګړیزو عملیاتونو سره سره بیا هم دا تګلاره له شرمونکې ماتې سره مخ ده.
د لویدیځو مطبوعاتو د راپورونو له مخې، ټرمپ د افغان جګړې له مدیریت او په دې هیواد کې له شته ستونزو خوښ نه دی او په دې هیواد کې د یوه ژور بدلون غوښتونکی دی


















