کابل ټکی کام قدرت الله حسین
د پاکستان د پوځ مشر راحيل شريف کابل ته راځي، د پاکستان د لومړي وزير د ملي امنيت او بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز ويلي، لوی درستيز جنرال راحيل شريف به د روانې ميلادي مياشتې په پای کې کابل ته سفر ولري.
سرتاج عزيز کابل ته د شريف د سفر موخه له افغان چارواکو سره د سولې په پروسه کې ګډون، پوځي همکارۍ او سرحدي امنيت په اړه خبرې اترې ښودلې ده.
عزيز وويل: «د پوځ مشر به په روانه مياشت کې افغانستان ته ولاړ شي، خو له دې مخکې به د هغې څلور اړخيزې کمېټې غونډه وشي، چې په دې وروستيو کې د سولې د شونتيا په هدف رامنځته شوې ده، څو جاج واخلي، د سولې خبرې چېرته او په کومو شرايطو شونې دي».
ويل کېږي دغه څلور اړخيزه کمېټه د پاکستان، افغانستان، چين او امريکا له استازو جوړه ده. د عزيز په وينا دا کمېټه به د سولې په پروسې د څار يو ميکانېزم رامنځته کړي او خپلې ارزونې به له ښکېلو اړخونو سره شريکې کړي.
هېره دې نه وي، چې طالبانو د سولې په اړه د روانو اوزاو په رد يا تاييد کې تر دې دمه څه نه دي ويلي، خو هغوی خبرو اترو ته د ناستې لپاره تر ټولو لومړی شرط له هيواده د ټولو بهرنيانو وتل ايښی دی او پخوا يې دغه ډول ګنګوسې رد کړې دي.
















