کابل ټکی کام قدرت الله حسین
نړيوالو راپورونو ښودلې ده، چې عراق کې د ۲۰۱۵ز په اوږدو کې د بېلابېلو ښارونو په جګړو کې له ۱۱زرو ډېر کسان وژل شوي او ۱۸ زره نور ټپيان دي، چې ډېری يې ولسي وګړي دي.
عراق ته د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي د رسمي شمېرنو له مخې په پلازمېنه بغداد او شمالي او لويديځو ولايتونو کې په چاودنو او نښتو کې ۱۱۱۱۸ عراقيان وژل شوي او ۱۸۴۱۹ نور ټپيان دي، چې د دې عملياتو او چاودنو د ډېرو هغو پړه داعش ډلې پر غاړه منلې ده.
راپور ويلي، د دې کال تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په فېبرورۍ، مۍ، جون، جولای او اګست مياشتو کې رامنځته شوې ده، چې ۶۲۵۷ تنه په کې وژل شوي او ۹۵۷۰ په کې ټپيان دي.
















