سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د ملي امنیت شورا نوی سلاکار.. څوک او څنګه کس دی؟

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 26, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
1.1k
ځلې شریک شوی
256
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کبیر خان خلجی

نن د سنبلې په ۴مه (د اګست ۲۶مه)، د حنیف اتمر تر استعفا کولو وروسته په واشنګټن کې د افغانستان سفیر، ۳۵ کلن حمدالله محب، په رسمي توګه د ملي امنیت شورا د نوي سلاکار په توګه وټاکل شو.

دا هم ولولئ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

محمد حنیف اتمر د خپلې استعفا لامل د حکومت له رهبرۍ سره د نظر ژور اختلافات بللي دي. ځینې کسان وايي چې نوموړي وروسته له هغه استعفا ورکړه کله چې ولسمشر پر غزني ښار د طالبانو د ستر برید او د اختر پر لومړۍ ورځ پر ارګ د توغندیز برید له امله له نوموړي او ټولې امنیتي کابینې د استفعا کولو غوښتنه وکړه. ځینې نور کسان بیا وايي چې نوموړي په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون لپاره استعفا کړې ده.

خو د ملي امنیت شورا نوی سلاکار، حمدالله محب، څوک دی؟

حمدالله محب په ۱۹۸۳ز کال کې د ننګرهار د مرکز جلال آباد ښار په یوه شمالي سیمه کې دې نړۍ ته سترګې وغوړولې. د نوموړي پلار په کابل کې د یوې محکمې د منشي په توګه دنده ترسره کوله.

کله چې روسانو پر افغانستان یرغل وکړ، د حمدالله محب کورنۍ پاکستان ته هجرت وکړ. کله چې پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل پای ته ورسېد، د محب کورنۍ بېرته هېواد ته راستنه شوه، خو د خپلمنځي جګړو تر پیل وروسته بېرته پاکستان ته واوښتل. هغه وخت چې طالبان راښکاره شول، د نوموړي کورنۍ یو ځل بیا خپل هېواد ته راستنه شوه.

حمدالله محب په ۱۶ کلنۍ کې خپلې کورنۍ د زده کړو لپاره لندن ته ولېږه. نوموړي په Brunel پوهنتون کې د کمپیوټر سیسټم د انجینیرۍ په برخه کې ډګري ترلاسه کړه. له دې سره نوموړي ته د برېتانیا تابعیت هم ورکړل شو. محب په برېتانیا کې د هستوګنې پر مهال له Intel شرکت سره هم کار وکړ.

په برېتانیا کې تر اووو کلونو تېرولو وروسته، محب افغانستان ته راستون شو، او په افغانستان کې له امریکايي پوهنتون سره یې د معلوماتي ټیکنالوجۍ د مدیر او د معلوماتي ټیکنالوجي د یوه ښوونکي په توګه دنده پیل کړه.

د غني او محب انډیوالي:                   

کله چې محب افغانستان ته راغلی، دلته د مالیې له پخواني وزیر اشرف غني سره یوځل بیا مخ شو. نوموړي او اشرف غني لومړی ځل یو بل د لندن په یوه کانفرانس کې سره لیدلي وو.

د اشرف غني او محب انډیوالي له دې ځایه پخه شوه. کله چې اشرف غني په ۲۰۰۹ز کال کې ولسمشریزو ټاکنو ته ځان کاندید کړ، نو محب د نوموړي د انتخاباتي کمپاین د اړیکو او خواله رسنیو د میډیا ټیم مشر شو. خو غني په ټاکنو کې په څلورم ځای ترلاسه کولو سره ماتې وخوړه؛ حامد کرزی د پنځو نورو کلونو لپاره د افغانستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

په ټاکنو کې د اشرف غني تر ماتې وروسته، محب د PhD ترلاسه کولو لپاره یو ځل بیا انګلستان ته ولاړ.

نوموړي په کابل کې له یوې امریکايي الاصله نجلۍ لایل ادمس سره، چې دلته یې د افغانستان د کلیو د پراختیا له پروګرام سره کار کاوه، په یوه مېلمستیا کې ولیدل. لایل ادمس اسلام قبول کړ او وروسته یې واده سره وکړ.

د ۲۰۱۴ز کال په اوړي کې محب د خپلې PhD پای ته رسولو ته نږدې و چې اشرف غني یو ځل بیا ولسمشریزو ټاکنو ته ودرېد. اشرف غني د ۲۰۰۹ز کال د ټاکنو خپل انتخاباتي ټیم بیا فعال کړ او محب هم کابل ته راغلی.

دا ځل د اشرف غني بخت کار وکړ او د امریکايي سفارت په منځګړیتوب یې، د ”ملي وحدت“ په نوم حکومت جوړ کړ، له خپل رقیب ډاکټر عبدالله سره یې ۵۰-۵۰ واک تقسیم کړ او د افغانستان د ولسمشر په توګه یې دنده پیل کړه.

تر بریا وروسته، اشرف غني حمدالله محب د خپل دفتر مرستیال وټاکه. پر دې پست تر یو کال پاتې کېدو وروسته، که څه هم محب هیڅ ډیپلوماټیکه تجربه نه درلوده، اشرف غني نوموړی د ۲۰۱۵ز کال په سپټمبر میاشت کې په امریکا کې د افغانستان سفیر وټاکه. نوموړی له هغه مهاله بیا تراوسه په امریکا کې د افغانستان سفیر و، او اوس یو ځل بیا، پرته له دې چې په نوې دنده کې کومه تجربه ولري، د ملي امنیت شورا سلاکار وټاکل شو.

افغانستان کې د امریکايي عسکرو له ”قربانۍ“ او ”سرښندنې“ د حمدالله محب مننه:

که څه هم اوس په افغانستان کې د بهرنیو یرغلګرو هېوادونو د عسکرو له قربانیو په مننه کولو هیڅ افغان لوړپوړی چارواکی نه شرمېږي، خو بیا هم باید هېره نه وي چې حمدالله محب هم له امریکايي پوځیانو سره په هره غونډه کې د هغوی له قربانیو مننه کړې، او هڅه یې کړې چې د افغان ملت په استازیتوب امریکايي پوځیان قانع کړي چې په افغانستان کې یې ”قربانۍ“ بې ځایه نه دي تللې.

نوموړي له فاکس نیوز سره  په یوه مرکه کې ویلي و چې پر افغانستان د امریکا یرغل، له افغانستان سره د ”لسیزو له اوږدې جګړې او اشغاله“ په راوتلو کې کومک وکړ.

 له ښاغلي محب پوښتنه شوې وه چې افغانان د امریکا تر دې دومره اوږدې جګړې وروسته اوس په خپل هېواد کې د امریکايي ځواکونو د شتون په اړه څه نظر لري، محب د ټولو افغانانو په استازیتوب ځواب ورکړی و:

”دوی د هر هغه کومک له امله چې امریکا له افغانستان سره له اوږدې جګړې او اشغاله د خلاصون لپاره له دې هېواد سره کړی ډېر منندوی دي. دوی به هیڅکله د دې دومره امریکايي پوځ د غړو او د هغوی د کورنیو قربانۍ هیرې نه کړي.“ [دا خبرې دلته کتلای شئ]

(آیا افغانان رښتیا هم دا نظر لري؟)

نوموړي همداراز په یوه غونډه کې امریکايي عسکرو ته ویلي و چې افغان عسکر د امریکایانو په مرسته د ”ازادۍ“ جګړه کوي: ”زموږ ملي امنیتي ځواکونه، د امریکايي پوځ د غړو په بې اندازې کومک سره، د ازادۍ لپاره په مېړانه جګړه کوي.“

روسان تېريګر او یرغلګر؛ امریکا … :

په ۲۰۱۶ز کال کې، ښاغلي محب له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې له شوروي عسکرو سره د افغانانو مقاومت او پاکستان ته خپل هجرت یو ”ویاړ“ بللی و. نوموړي په پاکستان کې د خپل هجرت په اړه ویلي و: ”خلکو پر دې حقیقت ویاړل چې موږ مهاجر وو، ځکه موږ له یوه یرغلګر [ځواک] سره جګړه کوله.“ خو نن ښاغلی محب پر دې حقیقت ویاړونکي کسان ”ترهګر“ او د هغوی مرستندویان بولي.

مخکینې مطلب

د ایران او عراق پولې ته څېرمه زلزلې مرګ ژوبله اړولې

بل مطلب

روغتیا وزارت د شیرخان فرنود د مړينې د لامل څېړنه کوي

ځانګړي مطالب

افغانستان

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com