(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۴)
د ایران او عراق پولې ته څېرمه سختې زلزلې دوه تنه وژلي او له دوه نيم سوو زياتو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د امريکا د زلزلې پېژندنې ادارې د دغه زلزلې شدت د ريښتر په کچه شپږ اعشاريه يو درجې ښودلی او مرکز يې د ایران پوله د کرمانشاه د شمال لوېديځ په اته اتيا کيلو مترۍ کې دی.
د معلوماتو تر مخه، د زلزلې ټکانونه د کرمانشا او د عراق په سلمانيه سيمو کې احساس شوي چې خلکو ته يې مالي زيانونه هم اړولي دي.
ایراني چارواکي وايي، زلزله د یکشنبې په شپه په ۲ او ۴۵دقیقې وشوه، ۵ نور ټکانونه احساس شوي دي.

















