شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

چین څرنګه د افغانستان په سوله کې کومک کولای شي؟

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 27, 2018
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه, مهم
0
185
ځلې شریک شوی
81
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۱۸۲)

دا هم ولولئ

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

چین څرنګه د افغانستان په سوله کي کومک کولای سي؟

د بین المللي چارو متخصص ښاغلی رابرټ مېنیګ د اګسټ پر ۲۷ مه په ګلوبل ټایمز کي لیکي: ایا د امریکا او چین همکاري د افغانستان جنګ ختمولای سي؟ چین او متحده ایالات دواړه هڅه کوي چي د طالبانو سره دوه په دوه خبري وکړي. دمګری، روسان هم غواړي چي له طالبانو سره رسمي خبري وکړي. که څه هم ټرمپ یو کال مخکي د افغانستان لپاره خپله ستراتیژي اعلام کړه،‌ خو فعلا هلته امنیتي او سیاسي وضع ورځ تر بلي خرابېږي. جنګ یو څرګند نظامي او سیاسي بن بست ته رسېدلی دئ، او بن بست عموما د ښورښيانو په ګټه وي. امریکا باید د ویتنام جګړه په یاد ولري، ځکه هله د امریکا ستړیا او ناامیدي بالاخره د سیاګان د سقوط سبب سو.

اول، په افغانستان کي هم امریکا د ورته شان مشکلاتو سره مخامخه ده. ښورښیان په پاکستان کي پټنځایونه لري، او په افغانستان کي د امریکا او پاکستان ستراتیژیکي ګټي سره په ټکر کي دي. پاکستان په افغانستان کي ستراتیژيکي عمق غواړي، او د هند سره په رقابت کي دئ. دوهم، پر طالبانو باندي د موفقیت په لاره کي بل ستر خنډ دا دئ چي موږ په کابل کي یو باعزته او غښتلی ملګری نه لرو چي د طالبانو ګزینه سي. کابل د خپلمینځي شخړو، فاسدو توپکیانو، او متخاصمو ډلو مجموعه ده. کابل د افغانانو په مینځ کي هیڅ سیاسي اعتبار نه لري.

اوس نو، له افغانستانه د خروج لاره څه ده؟ داسي لاره چي هم امریکا ته او هم طالبانو ته د منلو وړ وي. یوه احتمالي لاره د چین سره همکاري ده. چین هم لکه امریکا په افغانستان کي ثبات غواړي، او هم د تروریسټانو تباهي غواړي. یوه سیناریو دا ده چي امریکا سمدستي له سره چین له افغانستانه د خپلو عسکرو د راکمولو په هکله ډیالوګ پیل کړي، او وروسته د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندي د چین، روسیې، هند، پاکستان، او ایران سره یوې عمومي موافقې ته ورسېږي.

بیا همدا هیوادونه د ملګرو ملتونو تر څارني لاندي په جینوا کي د سولي کانفرانس جوړ کړي. د دې کانفرانس اصلي تمرکز به پر دې باندي وي چي یوه سیاسي انتقالي دوره وټاکي. پدې دوره کي پر یو داسي موقتي حکومت باندی توافق ایجاد سي چي طالبان ستره سیاسي ونډه پکښې ولري، خو پدې شرط چي په ۱۲ یا ۱۸ میاشتو کي به آزاد او شفاف انتخابات کېږي. د طالبانو سره دا سیاسي روغه جوړه بايد درې اساسي تعهدات ولري. اول، د طالبانو تر مشرۍ لاندي د ملي وحدت پدې انتقالي حکومت کي به په افغانستان کي د داعش او نورو افراطي ډلو لپاره هیڅ د ټېک ځای نه وي. دوهم، د افغانستان اقلیتونه به د فدرالي سیسټم سره سم خپل حقوق لري. درېیم، تعلیم او کار ته به د ښځو حقه حقوق په کښې تامین وي.

ولي به طالبان دا ومني؟ تاریخ دا ښيي چي عموما هغه یاغیان چي په حکومت ورګډ سوي وي، د هغوی خوی او روش هم بدلېږي. د دې پلان د موفقیت لپاره باید یو بین المللي فنډ جوړ سي چي د افغانستان د زیر بناوو د جوړولو لپاره پیسې پکښې خوندي وي. دا نړیوال وجهې صندوق به پر طالبانو او نوي حکومت باندي نظارت کوي، او له هغوی څخه به غواړي چي پورتني تعهداتو ته ژمن واوسي. دا ابتکار به د چین د سړک او کمربند یو جز وي.

کله چي طالبان د دې حکومت یو اساسي جز سي، پاکستان به هم همکاري وکړي، او د چین نفوذ به پاکستان همکاري ته اړ باسي. دغه راز، د طالبانو لپاره دا اقتصادي او سیاسي امتیازات به هغوی د دې پلان عملي کولو ته مجبوره کړي. ولي به دا پلان د کامیابۍ چانس ولري؟ ځکه چین پر پاکستان باندي زیات نفوذ لري. بلخوا، په افغانستان کي د امریکا او چین همکاري به د دواړو ملکونو تر مینځ موجوده تشنج هم راکم کړي.

اوس د دې وخت رارسېدلی دئ چي له افغانستانه د خروج پر لارو چارو باندي جدي فکر وسي، او په عین زمان کي د افغانستان فعلي غمجن حالت د یوه جوړونکي فرصت په یو نوی فصل باندي بدل سي.

— How China can help Afghan peace process

ــــــــــــــــــــــ

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

لوی ټکي: ورځني سیاسي نوټونه
مخکینې مطلب

د انټرنيټ زیات استعمال دا لس ناروغۍ زېږوي

بل مطلب

افغانستان ايرلنډ ته په ۲۹ منډو ماتې ورکړه

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
افغانستان

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
افغانستان

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    17 شریک شوي
    شریکول 7 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    5 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 1
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com