(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۶)
ملګرو ملتونو په تازه خپاره کړي اوونيز راپور کې ويلي، د وچکالۍ له کبله په بادغيس ولايت کې شاوخوا پنځه ديرش زره کسانو له خپلو مينو بې ځايه شوي دي.
په راپور کې راغلي، یواځې د مقر ولسوالۍ اتلس زره اوسېدونکو خپلې سيمې پرېښي او مرکز قلعه نو ته کډه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر اوچا وايي، اوس مهال د قلعه نو په اتو مرکزونو کې پنځه دېرش زره کسان دېره دي چې د وچکالۍ له کبله خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
دغه راپور چې د مهاجرت نړيوالې ادارې سره په ګډه چمتو شوی زیاتوي چې د دایکندي ولايت له ميرامور ولسوالۍ څخه هم د نهه سوه کسان د وچکالۍ له امله اوبه لرونکې سيمې ته کوچېدلي او د اوسېدو خپلې اصلي مينې يې پرېښي دي.
په وروستيو کې چین، هند او استراليا د افغانستان د وچکالۍ ځپلو خلکو سره د غنمو او نورو خوراکي توکو مرستې وکړې خو د راپورونو له مخې هغه غنم چې د یادو هېوادونو له لوري افغانستان ته ورکول شوي ډيره برخه يې وچکالۍ ځپلو پر وخت نه ده رسېدلې او په ګودامونو کې خراب شوي دي.

















