خوږو ته خواږه ترخو ته ترخه: ’له ټرمپه زموږ تر منظوري اخیستلو پورې صبر وکړئ‘

خوږو ته خواږه ترخو ته ترخه
هیواد:
د حكومت ځواب څه دی؟!
شناند:
دا چې له ټرمپه زموږ تر منظوري اخیستلو پورې صبر وکړئ
اصلاح:
د اتمر استعفا، د يوه بل جنګ مغلوبه تودېدل
شناند:
نو د ملي خیانت حکومت شړیدلی بوله
اراده:
داعش! امريکايي څرخۍ که د ولس فکري ملاتړ؟
شناند:
په ظاهره خو د ولس فکري ملاتړ خو د پردې تر شا امریکایی څرخۍ
ویسا:
لنډ مهاله حکومت له روان ناورين نه د وتلو لاره کېدای شي؟
شناند:
نه! هیڅکله هم نه! ځکه چي د حل لاره یواځی شرعي احکامو ته مراجعه کول دي او بس.
هیواد:
د خپلواکۍ په وياړ!
شناند:
که د امریکایی غلامۍ (د ذلت) په ویاړ؟
د افغانستان لوی ملي اېتلاف:
د چهارشنبې په ورځ به په مرکز او ولایتونو کې مدني حرکتونه پیل کړو
شناند:
مدني حرکتونه که د ذلت وروستی حد؟
هیواد:
د افغانستان په اړه؛ د ولسمشر غني په غوښتنه د مسکو غونډه وځنډول شوه
شناند:
هغه هم د غربي بادارانو په قومانده
د پکتیا اوسېدونکي او وکیلان:
د ولسمشر غني له خوا د ژمنه شويو لويو پروژو کارونه لا هم نه دي پيل شوي
شناند:
چي له غني نه ډوډۍ غواړۍ وږي نه یئ
دفاع وزارت:
په فاریاب کې ٥۴ طالبان وژل شوي دي
شناند:
خو دا یو سوداګریز اعلان و
امریکايي شنونکې رابېکا زمېرمان:
د افغان حکومت مشران دې لومړی خپلمنځي اختلافات حل بیا دې له طالبانو سره سوله وکړي
شناند:
که نه نو ډالر بند!!!
اراده:
د يوې خطرناکې استخباراتي لوبې بل پړاو
شناند:
او هغه دا چې د داعش تر عنوان لاندې د امریکا لخوا پیل شوي لوبه
اصلاح:
افغانستان او د روسانو د مداخلو بهير
شناند:
خو بل خوا بیا د امریکایانو د میلمستیا بهیر
ویسا:
د مسکو په ناسته کې ګډون ستراتېژیک ارزښت لري
شناند:
خو متفکر صیب لا هم ستراتیژیک ارزښت نه پیژني
هیواد:
په معلومه کې نامعلومه لوبه
شناند:
او هغه دا چې د جلال اباد په امریکایی بیس کي د داعشیانو د ټریننګ سنټر موجودیت
ویسا:
آزاد که اسیر افغانستان؟
شناند:
نه آزاد او نه اسیر بلکی اشغال شوی افغانستان
۸صبح:
جاپان٨ میلیون دالر در بخش صحی با افغانستان کمک کرد
مبصر:
آن هم در مناطق شیعه نشین، بخاطر نزدیکی آنان به عقیده های بوذایی جاپانیان
معترض نوماندان:
که مو غوښتنې ونه منل شي د انتخاباتو مخه به ونیسو
شناند:
شهر ناپرسان دی هر څه کول پکی ممکن دي



