طالبان دولتي عسکرو ته: یا پخپله له هالنډي سرتېرو د محمد ص غچ واخلئ او یا موږ ورپرېږدئ
طالبانو نن له افغان دولتي عسکرو د یوې بېساري غوښتنې په کولو سره ویلي چې د نبي صلی الله علیه وسلم د ګستاخۍ د غچ اخیستلو لپاره دې یا افغان دولتي عسکر پخپله په افغانستان کې پر مېشتو هالنډي سرتېرو برید وکړي او یا دې هم د دوی (طالبانو) سرتېري بریدګر ورپرېږدي.
د طالبانو د ویاند، ذبیح الله مجاهد، له لوري نن په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په افغانستان کې د ”امریکايي اشغالګرو عسکرو“ تر څنګ شاوخوا ۱۰۰ هالنډي عسکر فعالیت لري.
طالبانو پر دولتي سرتېرو غږ کړئ، ”که دوی [افغان دولتي عسکر] رښتیا ځانونه مسلمان بولي او رښتیا د اسلام په اړه کوم تعهد لري، نو باید یا پخپله د هالنډي عسکرو په طرف د خپلو ټوپکو خولې ورواړوي، او یا اقلا مجاهدینو ته تر هغو پورې د رسېدو لارې چارې جوړي کړي.“
طالبان وايي چې په دې توګه به له ”دغو کفري اشغالګرو عسکرو څخه د خپل هیواد د اشغال او د اسلام د ستر لارښود او پيغمبر صلي الله علیه وسلم پر وړاندې د بې ادبۍ انتقام واخلو “.
طالبانو تر دې وړاندې په یوه بله اعلامیه کې د یوه هالنډي سیاستوال، ګیرټ ویلډرز، له لوري د محمد صلی الله علیه وسلم د کارټونونو د سیالۍ جوړېدل په کلکو ټکو غندلي وو.
طالبانو په نننۍ اعلامیه کې ویلي، په هالنډ کې ”د اسلام پر وړاندې داسې موقف نیولو په جرم کې د هغه هېواد حکومت، خلک او ټول بنسټونه مسئول دي، ځکه هغوی هریو د داسې ګستاخۍ مخه نیولای شي، خو چې نه يې نیسي، واضح کوي چې په دغه ډول جنایت راضي دي. “
یوه ښي لاسي هالنډي سیاستوال، ګیرټ ویلډرز، ټاکلې چې د روان کال په پای کې د نبي علیه السلام په اړه د کارټون جوړولو یوه سیالي راوبولي، او ګټونکي ته یې شاوخوا لس زره ډالر انعام ورکړي.
د ویلډرز دا ګستاخانه اقدام اسلامي هېوادونو په کلکو ټکو غندلی او په ټولو اسلامي هېوادونو کې د دې اقدام پر ضد مسلمانان راپورته شوي دي. نړیوالې ادارې لا هم په دې هکله چوپي دي.



