(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۹)
د امریکا جمهور رئیس ټرمپ ګواښ کړی چې که د سوداګرۍ نړیوال سازمان د امریکا پر وړاندې خپل چلند بدل نه کړ ، نو له یاد سازمان څخه به د امریکا پر وتلو غور وکړي.
ټرمپ داسې مهال دا ګواښ کوي چې عملاً یې د نړۍ له دوهم اقتصادي ځواک چین سره ، سوداګریزه جګړه پیل کړې.
ټرمپ له بلومبرګ نیوز سره په مرکه کې ویلي ” که دوی نه سمېږي، زه به امریکا له سوداګرۍ نړیوال سازمان وباسم.”
امریکا دغه راز د سوداګرۍ په سازمان کې د نویو قاضیانو د ګمارل کیدو مخه هم نیولې او هڅه کوي، یاد سازمان تر خپل اغیز لاندې راولي.
په ورته وخت کې د امریکا د سوداګرۍ برخې استازي رابرټ لایټزر هم د سوداګرۍ په نړیوال سازمان تور پورې کړی چې ګواکې یاد سازمان غواړي د امریکا خپلواکي محدوده او خپل فرمایشونه پرې ومني.
له دې سره همهال ټرمپ ویلی چې د شاوخوا ۲۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت چینایي توکو باندې د مالیو لګولو دریم پړاو هم پیلوي.
چین ویلي، د امریکا پر ځینو توکو یې مالیې لګولې او تر څنګ یې د سوداګرۍ نړیوال سازمان ته شکایت هم کړی.
چین دغه راز ویلي، چې امریکا د سوداګرۍ هیڅ قانون ته ژمنتیا نه لري.
د سوداګرۍ نړیوال سازمان په ۱۹۹۴ کې د نړيوالې سوداګرۍ لپاره د قوانینو د برابرولو او د هېوادونو تر منځ د شخړو د حل لپاره جوړ شوی


















