(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۹)
راپورونه وایي، چې د ایتوپیا هیواد اړوند یوې پوځي چورلکې سقوط کړی او ګڼو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.
چارواکي وايي، پیښه د دې هیواد په ختیځ کې رامنځته شوې او شاوخوا ۱۸ تنه په کې وژل شوي چې ۴ یې ملکیان او نور ټول پوځیان دي.
د ایتوپیا رسمي خبري سرچینو خبر ورکړی چې یا دې چورلکه د ایتوپیا له دريدوا ښار څخه پرواز کړی او د پلازمیني اديس بابا په جنوب ختیځ۴۸ کيلومترۍ د “ لومي“ په نامه سیمې ته له زسیدو سره سم را ولویده .
عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي،چورلکې لومړی په هوا کې اور واخیست او وروسته یې سقوط وکړ
چارواکي وایي، د چورلکې د سقوط لامل نه دی څرګند او په هکله یې څیړنې روانې دي .


















