شنبه, اپریل 25, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

په واخان کي د چین نظامي اډه او خارجي مطبوعات:

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 31, 2018
کټګوریانې: خبرونه
0
110712-N-TT977-077
Chairman of the Joint Chiefs of Staff Adm. Mike Mullen in China on July 12, 2011. (DoD photo by Mass Communication Specialist 1st Class Chad J. McNeeley/Released)

110712-N-TT977-077 Chairman of the Joint Chiefs of Staff Adm. Mike Mullen in China on July 12, 2011. (DoD photo by Mass Communication Specialist 1st Class Chad J. McNeeley/Released)

6
ځلې شریک شوی
78
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۱۸۶)

دا هم ولولئ

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو جوړولو کار پیل شو

په واخان کي د چین نظامي اډه او خارجي مطبوعات:

د اګسټ پر ۲۸ مه د ساوت چاینا مارنینګ پوسټ خبر ورکړ چي چین د افغانستان سره مرسته کوي چي په واخان کي یوه غرنۍ لوا تاسیس کړي. دا نظامي اډه به د چین په مالي مرسته جوړېږي، او دلته به چینايي نظامي مربیان افغان عسکرو ته د تروریزم ضد تمرینات ورکوي. د دې خبر خپرېدل سمدستي یوه غوغا جوړه کړه.

اخبار لیکي چي د چین نظامي منابعو ورته ویلي دي څرنګه چي‌ دا اډه چین ته څېرمه پرته ده، پدې بېس کي به «د تجزیه طلبانو، تروریزم، او افراطیت» پر ضد عملیات کېږي. کله چي د دې اډې ساختماني کارونه خلاص سي، چین به هلته یو کنډک چینايي عسکر واستوي. په چین کي، د افغان سفارت ویلي دي،«چین د افغانستان په واخان کي د غرنۍ لوا په تاسیس کي مرسته کوي،‌خو هلته به د چین نظامي پرسونل دیره نه وي.» چين پدې تېرو دریو کالو کي د افغانستان سره ۷۰ (اویا) میلونه ډالره نظامي مرسته کړې ده.

کله چي د ساوت چاینا مارنینګ پوسټ له خبریالي سره پدې هکله مرکه وسوه، هغی پدې مصاحبه کي وویل: چين تر اوسه پوري دا اډه نه ده تعریف کړې، خو ښايي چین ورته «د تمریناتو نظامي کمپ» ووايي. چين نه غواړي چي دا تور باندي ولګول سي چي د هیواد بهر نظامي اډې جوړوي، او پدې برخه کي بېجنګ خورا احساس دئ. ویل کېږي چي چین به پدې اډه کي ۵۰۰ (پنځه سوه) عسکر واچوي. خبریاله وايي چي افغانستان یو نېستمن هیواد دئ، او مجبوره دئ چي د خارجي ملکونو څخه نظامي مرستي ترلاسه کړي. خبریاله اضافه کوي چي افغانستان پدې نژدو وختونو کي پر چین باندي زیاته تکیه کړې ده، ځکه متحده ایالات غواړي چي په افغانستان کي‌ خپل نظامي حضور راکم کړي.

په همدې لړ کي، د برتانیې ټلګراف ورځپاڼه د اګسټ پر ۲۹ مه لیکي د واخان په سیمه کي پر چینايي اډې باندي همدااوس ساختماني کار شروع دئ، او کله چي دا بېس تکمیل سي، هلته به پنځه سوه چینايي عسکر ځاي پر ځای سي. رپوټ وايي چي چین له ډیر وخت راهیسي د افغانستان د بې ثباتۍ په اړه اندېښمن دئ، او کوښښ کوي چي د افغان بې ثباتي د چين ناکرارو سیمو ته سرایت و نه کړي. بېجنګ همدااوس د یغور د مسلمانانو په ځپلو لګیا دئ. ټلګراف لیکي روسي مطبوعاتو د دې کال په سر کي راپور ورکړی وو چي چین په بدخشان کي یوه نظامي اډه جوړوي، او دا کار د مسکو په موافقه کوي. د روسیې مطبوعاتو د دغه اډې ځیني عسکونه هم خپاره کړي ول. اخبار علاوه کوي چي ټاکل سوې د ه چين په سیمه کي خپل نظامي حضور لا تقویه کاندي، ځکه الان د پاکستان د ګوادر په بندر کي د لوژجستیکي مسایلو لپاره یوه مرکز جوړوي.

تبصره: که څه هم د چین خارجه ورازت دغه رپوټونه رد کړي دي،‌ خو رویټرز وايي چي موږ د چین له دفاع وزارت څخه پدې باره کي وضاحت وغوښت، مګر د چین د دفاع وزارت زموږ سوالونو ته جواب را نه کړ. دغه راز، په چین کي د افغان سفارت هم وايي چي چین د افغانستان سره نظامي کومک کوي، خو چینايي عسکر به په افغانستان کي نه دیره کېږي. لدې خبرو څخه داسي ښکاري چي کومه موافقه سوې ده، او ډیر ژر به ئې جزییات رابرسېره سي. بله خبره دا ده چي په سیمه کي اکثره هیوادونه پدې پوهېږي چي امریکا غواړي له افغانستانه ځان خلاص کړي، او که چیري امریکا ووځي، په افغانستان کي د احتمالي ګډوډۍ او انارشۍ په مقابل کي باید یو دفاعي میکانزم ولري. د چین د دفاع وزارت ویلي دي چي چین د افغانستان سره په نظامي ساحه مرسته کوي.

مخکینې مطلب

ولې د پيغمبر ص توهین؟

بل مطلب

ورځپاڼه: د امریکا پوځ د ټرمپ سټراټيژي بریالۍ او استخبارات یې ناکامه بولي

ځانګړي مطالب

افغانستان

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
افغانستان

قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
افغانستان

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو جوړولو کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
افغانستان

پوليس: تخار کې د الکولي مشروباتو د پلور او کارونې په تړاو ۸ تنه نیول شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
خبرونه

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو جوړولو کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

پوليس: تخار کې د الکولي مشروباتو د پلور او کارونې په تړاو ۸ تنه نیول شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې د پوليس افسرانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

بادغیس کې د پاڼ ښوېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي او ۲ ټپیان دي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۸۸ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد، مسکو او مسقط ته ځي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو جوړولو کار پیل شو

پوليس: تخار کې د الکولي مشروباتو د پلور او کارونې په تړاو ۸ تنه نیول شوي

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې د پوليس افسرانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي 

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

بادغیس کې د پاڼ ښوېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي او ۲ ټپیان دي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com