شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

پر افغانستان تر یرغل وروسته صلیبي فکري جنګ او ځیني بېلګي (لومړۍ برخه)

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 31, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
138
ځلې شریک شوی
206
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

م نعمت الله «سابق»

د تاریخ په اوږدو کښي د اسلام د حق او مبین دین په مقابل کي د باطلو ادیانو پیروانو ډول ډول پلانونه جوړ کړي، د اسلامي شعائرو سپکاوی یې کړی او په کلام الله کي یې د تحریف کوښښونه کړي چي دغه پلانونو پر افغانستان د کفري متحدینو تر یرغل وروسته په بې سارې توګه زور اخیستی او آن د افغانستان په داخل کښي یې په وار وار د اسلامي شعائرو سپکاوی وکړ، د باطلو ادیانو ګروهمن ملتونه غواړي د الله تعالی حق دین د پرمختګ او نړیوالتوب څخه پر شا کړي.

د طاغوت د ګوند دغه شوم او کرغېړن اعمال د هر باطل دین کینه ګر او بغضجن وګړي سر ته رسوي، مګر په دغه ناوړه اعمالو کښي یهود او صلیبیان تر نورو ټولو وړاندوالی لري ځکه کله چي د هر پلان څېړنه وسي تر شا یې د یهودو لاس وي او یا د یهودو په لمسون دغه ناوړه چاري صلیبیانو ترسره کړي وي، د یهودو څخه هغه ټول شیطاني تعلیمات صلیبیانو زده کړي چي هغوی د اسلام د حق دین په مقابل کښي جوړ کړي دي.

الله تعالی په قرآن کریم کښي د مسلمانانو سره ددوی د دښمنۍ یادونه کړې، فرمایي: « او همېشه به دوی ستاسو سره جنګیږي ترڅو چي تاسو د خپل دین څخه واړوي که چېري دوی وکولای سي» [البقره: ۲۱۷]، بل ځای الله تعالی فرمایي: « او ستاسو څخه به هیڅکله یهود او صلیبیان راضي نه سي ترڅو چي ددوی دین قبول نه کړې» [البقره: ۱۲۰].

یهودان همېشه د اسلام د حق دین په مقابل کښي د فعالیت ډولونه بدلوي، کله د سیکولرېزم په نوم، کله د کمونېزم په نوم او کله بیا د ماسونیت تحریک تر نوم لاندي فعالیتونه ترسره کوي تر څو د الله تعالی د دین د پرمختګ په لار کي خنډونه رامنځته کړي خو کله کله بیا د کمزورتیا په وخت کي چي دوی مغلوب وي خپل د اسلام ضد فعالیتونه ځنډوي.

صلیبیانو بیا د یو بشر دښمنه استعماري ځواک په توګه د ټوپک په زور د اسلام د حق دین په مقابل کښي پاڅون کړی دی، په ۲۰۰۱م کال کي جورج بوش د صلیبي جنګ اعلان وکړ او پر افغانستان یې یرغل پیل کړ، وروسته یې ورو ورو نورو اسلامي هیوادونو ته هم لاس اوږد کړ او د خپل استعماري ځواک استعمالولو ته یې دوام ورکړ. اصلاً صلیبیان یهودانو په خپلو مکارو شیطاني پلانونو سره غولولي دي او د خپلو اسلام ضد اهدافو د ترلاسه کولو لپاره یې صلیبي احمقان په لاره اچولي او د دوی د حماقت څخه ګټه اخلي.

صلیبیان سره ددې چي پر الله تعالی او د اخرت پر ورځ د ایمان لرلو دعوه کوي خو بیا هم د الله تعالی د توحید، د الله تعالی د رسولانو، د الله تعالی د کتابونو او د الله تعالی د معابدو په سپکاوي کښي تر نورو ټولو کفارو وړاندي دي. نه شرم  او حیا لري، نه زړه سوی او رحم پکښي سته او نه هم ننګ او غیرت لري بلکه د اسلام ضد فعالیتونو پرمخ بیولو لپاره یې خپل ټول ننګ او غیرت تر پښو لاندي کړی دی.

د هغه غولیدلو افغانانو لپاره چي صلیبیان خپل دوستان ګڼي ځیني داسي مثالونه او بېلګي وړاندي کوم چي هغوی د ۲۰۰۱م کال راهیسي د اسلامي شعائرو سپکاوی کړی وي او لاهم په هالینډ هیواد کښي چي نژدې ۱۰۰ تنه پوځیان یې په افغانستان کښي د ناټو په چوکاټ کي وجود لري زموږ د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د توهینونکي فلم جوړولو پروسې جریان درلود خو د اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه د اسلامي امارت تر ګوت څنډني وروسته ګېرټ ویلډرز ددې ناوړه کار څخه د بیري له امله پرشا سو:

د قرآن کریم سپکاوی:

په ۲۰۰۱م کال کښي کله چي جورج بوش د اسلامي امت پر خلاف د صلیبي جنګ اعلان وکړ د اروپایي هیوادونو په ګډون ټولي صلیبي نړۍ، یهودانو، هندویېزم، بودایېزم او کمونېزم ددغه اعلان ملاتړ وکړ چي په پایله کي یې صلیبیانو د اسلامي امت پر خلاف مادي او معنوي هر اړخیز جنګ پیل کړ.

د ډیموکراسۍ، لبرالېزم او د بیان د ازادۍ په نومونو د کلیسا د هدایت سره سم یې پر اسلامي مقدساتو د سپکاوي ډک جنګ په مختلفو او متعددو طریقو سره پیل کړ چي تراوسه دوام لري او نن هم په هالینډ کښي دغه سپکاوي ته تابیا نیول سوي وه.

۱: اسلام دښمنه صلیبیانو په ۲۰۰۱م کال کښي د امریکا د کلیفورنیا د ایالت د ساکامینټو په ښار کي یوه اداره جوړه کړه او مشر یې د المهدي په نوم یو هندوستانی مرتد وټاکه او صلیبیانو هغه ته دنده وسپارله چي د قرآن کریم په مقابل کښي یو داسي کتاب په عربي ژبه ولیکي څو په اسلامي هیوادونو کښي په تعلیمي نصاب کي د حقیقي قرآن کریم د مضمون پر ځای دغه نوی لیکل سوی کتاب ځای پرځای سي.

المهدي مرتد د مسلیمة الکذاب او ابن رواندي زندیق په څېر د کتاب په لیکنه پیل وکړ او تر ۲۰۰۳م کال پوري یې په زړه عربي باندي په ۳۶۸ مخونو کي دغه کتاب ولیکی چي ۷۵ سورتونه یې درلودل او نوم یې د فرقان الحق (The True Furqan) پر کښېښود، په نوي لیکل سوي فرقـــان الحق کتاب کښي جهاد، یهودو او عیسایانو سره دښمني ته بلنه نه وه ورکړل سوي بلکه هغوی د مسلمانانو دوستان او خواخوږي معرفي سوي وه.

د قرآن کریم په مقابل کښي دغه لیکل سوی مبتذل کتاب امریکایي صلیبیانو په ۲۰۰۴م کال کي د ازمویني په تکل د مستعمره کړي هیواد کویټ د انګریزي ژب زده کړي په یو شخصي تعلیمي مرکز کي په نصاب کي شامل کړ او د دیني مضمون د زده کړي په توګه یې لوست لازمي وګرځول، مګر د صلیبیانو د قرآن کریم په خلاف دغه شیطاني اقدام هم الله تعالی چي د خپل کلام حفاظت په خپله کوي داسي ناکام کړ لکه د مسیلمه لیکی کتاب، د ابن رواندي لیکلی کتاب او د مصر د معاصر ادیب طه حسین لیکلی کتاب چي یې ناکام کړ، امریکایي صلیبیانو پر فرقـــــــان الحق کتاب باندي لکونه ډالر هدر کړل او المهدي هندوستانی مرتد او ملعون د صلیبیانو مزدور تور مخ ناکام سو.

۲: په ۲۰۰۱م کال کي پر افغانستان د یرغل سره سم صلیبیانو پر انټرنیټ باندي د اسلام اصلي څېره (The Real Face of Islam) په نوم یوه ویب پاڼه خلاصه کړه، پر هغه ویب پاڼه صلیبیانو د مختلفو انځورونو سربېره د قرآن کریم، رسول صلی الله علیه وسلم او اسلام په هکله داسي مضامین خپاره کړل چي د مسلمانانو دغه درې واړه مقدسات خپلو پیروانو ته د جنګ او تروریزم امر کوي او قرآن کریم د تروریستي او په نړۍ کښي د الغاوتلغاو او عداوتونو لاښوونکی کتاب دی (نعوذبالله).

۳: د ۲۰۰۴م کال د نومبر په میاشت کښي د نیدرلینډ (هالینډ) هیواد په نامتو ښار هاګ کي چي د نړیوال عدالت مرکز دی او بین المللي مجرمین پکښي محاکمه کیږي او د امن له نظره نړیوال شهرت لري، د همدغه ښار په صلیبي مرکز کي د قرآن کریم پر خلاف د اطاعت (Submission) په نوم فلم خپور کړ.

د صلیبیانو په دغه جوړ کړای سوي فلم کښي د قرآن کریم په هغه مبارکو ایاتونو پسخند وهل سوی و چي د ښځو د ستر او حجاب، د زناکارو او پاک لمنو ښځو په اړه احکام بیان سوي دي، په دغه فلم کي یاد مبارک ایاتونه د یوې لڅي (عریاني) او فاحشي ښځي پر شا باندي لیکلي وه او دایې جوته کړې وه چي په اوسني عصر کي مسلمانو سیکولرو او لبرالو روشن خیالو ښځو (نعوذبالله) دغه ظالمان قرآني بندیزونه او سزاګاني شاته غورځولي دي او زادي یې ځیني ترلاسه کړي ده، د ډیموکراسۍ په نظام کښي هر اړخیزه ازاد ژوند کوي.

داسي ژوند چي نه خو د ستر او حجاب بندیزونه پکښي سته، نه د خپل او اجنبي، محرم او نامحرم اصطلاحات یې په قاموس کي پیدا کیږي او نه د جنسي غریزې د اطفاء ډولونه پکښي سته او نه د زناکارۍ سزاګاني وجود پکښي لري.

ددغه فلم جوړوونکي نوم ریجیسوروین کوخ دی او نوموړۍ د مسلمانانو او قرآن دښمنه یهودي و چي په ظاهره عیسایي سوی و، د ۲۰۰۴م کال د نومبر میاشتي پر دویمه نېټه دغه ملعون پر بایسکل سپور د امسټرډام د کونسل هاوس په مخ کي د تېریدو په حال کي و چي د مراکش هیواد شپږویشت کلن مسلمان ځوان (محمد بوهیري) لومړۍ د توپنچې ټک باندي وکړ خو خطا سو، وروسته دغه غازي ځوان په نژدې پارک کي ونیوی او په چړو یې تر هغه وخته ووهی ترڅو چي مردار سو، وروسته نژدې د پولیسو مرکز ته په وینو د سرو لاسو او برچې سره ورغلی او د ریجیسوروین کوخ د وژلو پړه یې پر غاړه واخیسته.

۴: په ۲۰۰۵م کال کښي امریکایايي متعصبو او اسلام دښمنه صلیبي پوځیانو د ګوانتانامو په کرغېړن زندان کي د بې وسو مظلومو بندیانو په وړاندي قرآن کریمونه څېري کړل، کموډونو ته یې واچول او د الله تعالی کلام ته یې ښکنځل وکړل. تردې وروسته د طاغوت لښکر صلیبي پوځیانو د مسلمانانو د زورولو لپاره په ګوانتانامو زندان کي د مظلومو بندیانو لڅ (عریان) انځورونه خپاره کړه او مسلمانانو ته یې څرګنده کړه، څوک چي د صلیبیانو پر ضد مبارزه کوي موږ هغوی دغه رنګه بې عزته کوو، خو د الله تعالی قدرت ډېر لوی دی او ددوی دغه صلیبي غرور یې د خاورو سره خاوري کړ او مجبوره سول چي اکثره هغه زندانیان د فشار له امله خوشي یا خپلو هیوادونو ته انتقال کړي.

۵: د ۲۰۱۱م کال د مارچ میاشتي پر ۲۰مه نېټه د امریکا په فلوریډا ایالت کښي د (Dove World Outreach) نومي کلیسا صلیبي پادري ټېري جونز (Terry Jones) یوه محاکمه جوړه کړه او پر هغه یې نعوذبالله د (قرآن د محاکمې نړیواله ورځ) نوم کښېښود، جونز چي د اسلام سرسخته صلیبي دښمن دی د قاضي رول ادا کړ او قرآن کریم یې ۶ ساعته د محاکمې په نیت ايښی و، وروسته یې دا حکم وکړ چي نعوذبالله قرآن د تشدد په تور ګرم و پېژندل سو او باید وسوځول سي.

کلیسا چي د اسلام د حق او مبین دین د اظهار له پیله یې د مسلمانانو او اسلامي شعائرو دښمني شروع کړې یوځل بیا د ۲۰۱۱م کال د مارچ میاشتي پر ۲۱مه نېټه (Wayne Sapp) چي د ډو ورلډ اوټریچ کلیسا مشر دی د ټېري جونز په نظارت کي قرآن کریم ته د نړۍ د ټولو مسلمانانو په مخ کي اور ورته کړ او هغه یې وسوځوی.

د صلیبیانو ددغه پلان سوي ناوړه عمل وروسته د نړۍ په ګوټ ګوټ کښي لاریونونه پيل سوه، په افغانستان کي هم د صلیبیانو ددغه ناروا کړني د غندلو لپاره لاریونونو دوام درلود چي په مزاره شریف کي لاریون کوونکو د ملګرو ملتونو پر یوه مرکز برید وکړ، د برید په پایله کي ۳۰ تنه ووژل سوه او نژدې ۱۵۰ تنه ژوبل سوه. په وژل سوو کي د ملګرو ملتونو ۷ کارکوونکي شامل وه چي د ناروې، سویډن، نیپال او رومانیا هیوادونو اتباع وه.

د مزارشریف ترڅنګ په کندهار کي هم خونړي لاریونونه ترسره سوه، لسګونه کسانو ته مرګ – ژوبله پکښي واوښته چي ډیری یې د امنیتي ځواکونو او پولیسو له لوري په مرمیو ویشتل سوي وه.

۶: د ۲۰۱۲م کال د فبروي میاشتي پر ۲۱مه نېټه په افغانستان کښي د امریکایي صلیبي پوځونو په ترټولو لویه اډه (باګرام) کي د طاغوت د لښکر دغه صلیبیانو قرآن کریم د افغان پوځیانو په مخ کي وسوځوی، د افغانستان غیور او مسلمان ملت ته د خبر رسېدو سره سم لاریونونه پیل سوه او د امریکایانو پر ضد یې شعارونه ورکول او د خپل هیواد څخه یې د صلیبيانو وتل وغوښتل.

د فبروري پر ۲۵مه نېټه په کورنیو چارو وزارت کښي دننه دوه تنه امریکایي لوړ رتبه مشاورین د ملي امنیت د یوه کارکوونکي (غازي عبدالصبور) له لوري ووژل سول، عبدالصبور چي د پروان ولایت اوسیدونکی دی په نورو وزارتونو کي هم کارمند پاته سوی و او وروسته ونیول سو. نوموړي د نړیوالو او کورنیو رسنیو په مخ کښي پر خپل جرم په ډیره میړانه اعتراف وکړ او دا کار یې د کینه ګرو صلیبیانو څخه په باګرام کي د قرآن کریم د سوځولو انتقام وباله، وروسته غازي عبدالصبور د افغاني محکمې له لوري په اعدام محکوم سو او اوس د پلچرخي په زندان کښي خپلي شپې او ورځي سبا کوي.

د فبروي پر ۲۶مه نېټه د لاریونونو په دوران کښي قهرجنو مظاهره چیانو په کندوز ولایت کي د امریکایي صلیبي پوځیانو یوه مرکز ته لاسي بم وغورځوی چي له امله یې ۸ تنه د طاغوت د لښکر ۸ تنه صلیبیان ټپیان سوه.

نور بیا…

مخکینې مطلب

افغان لوبډلې له ایرلنډ څخه د یو ورځنیو لوبو سیریز هم وګاټه

بل مطلب

د فاریاب والي:د ځواکونه شمیر مو خیالي دی، جلب او جذب نشته او ورځ تربلې عسکر تښتي

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    16 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com