(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۰)
د ننګرهار ولايت د دوربابا ولسوالۍ پر امنيه قومندان او ولسوال بمي چاودنه شوې چې د چارواکو په وينا دواړه په دغه چاودنه کې ټپيان شوي دي.
ځايي سرچينې وايي، د يادې ولسوالۍ مربوط د ګړوکو سيمه کې پر هغه رينجر موټر چاودنه وشوه چې د يادې ولسوالۍ دواړه چارواکي پکې سپاره و.
د ننګرها د والي وياند د پېښې د تاييد تر څنګ ويلي، په چاودنه کې ولسوال هميشه ګل او امنيه قومندان نواب ټپيان شوي دي.
ځينې سرچينې وايي، د ولسوال او امنيه قومندان په ګډون د هغوی ساتونکي عسکرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر اوسه د چاودنې مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی، خو تر دې مخکې هم د دوربابا ولسوال د بمي چاودنو هدف ګرځېدلی چې مسئوليت يې طالبانو منلی دی.
















