سیګار: له حکمتیار سره د سولې هوکړې هیڅ ګټه نه ده کړې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۰)

د امریکا سرپلټونکې ادارې (سیګار) په خپل تحقیقي راپور کې ویلي، کابل ته د ګلبدین حکمتیار راتګ د سولییزو هڅو په پر مختګ کې هیڅ اثر نه دی کړی او نه یې هم د جګړو په کمولو اغیز کړی.

سیګار ویلی، که څه هم افغان چارواکي د حکمتیار راتګ ته خوشبین و، چې له امله به یې نورې وسلوالې ډلې هم پر پل قدم کیږدي، خو نه یواځې دا آرمانونه پوره شول، بلکې حکومت په داخلي اختلافاتو کې لا ښکیل شو.

سیګار وایي، دغې هوکړې د سولې پر بهیر قطعاً اغېز نه دی کړی.
د جانسپکو ادارې ویلي، لا هم د امریکا متحده ایالات د حکمتیار راتګ ته خوشبین دي، څو نوموړي ته د ورکړل شویو امتیازاتو او سیاسي صلاحیتونو ته په کتو سره نورې وسلوالې ډلې هم وهڅول شي چې له جګړې لاس واخلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button