کابل کې د ولسي جرګې پر یوه نوماند چاودنه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۱)
د کابل ښار په شيرپور سیمه کې ولسي جرګې ته پر يوه نوماند (مولوي انور نيازي) چاودنه شوې ده.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند حشمت ستانکزی وايي، چاودنه د مقناطيسي ماين له کبله شوې چې پر يوه هایلکس موټر پورې نښلول شوی و.
حشمت ستانکزي د دغه چاودنې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل خو د پېښې ځای ته نږدې سرچينې وايي په چاودنه کې نيازی او د هغه درې ملګري ټپيان شوي دي.
تر اوسه چا د دغه چاودنې مسووليت نه دی منلی.



