جمعه, اپریل 10, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه راپور تاژ

حقاني څوک ؤ او څه یې کړي؟

جنت ګل نشرونکی: جنت ګل
سپتمبر 4, 2018
کټګوریانې: راپور تاژ
0
897
ځلې شریک شوی
205
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

راپور تاژ: فرید افغان

د پکتیا له ولایت څخه د ځدراڼو د قوم نوموتی سپه سالار او د دو سترو جهادونو قائد الحاج مولوي جلال الدین حقاني الدین حقاني په ۱۹۳۹ میلادي کال زیږېدلی .
نوموړی د روسانو او امریکایي ښکیلاکګرو پرضد د جهاد او مبارزې له سترو ملاتړو بلل کیده.
حقاني د روس پر وړاندې د حزب اسلامي د مولوي خالص په ښاخ کې زړور او نومیالی قوماندان و، چې د روسانو او د هغوی د داخلي ملاتړ پر وړاندې یې په خورا متانت سره جهادي مبارزه مخته وړله.
نوموړي د روسانو تر وتلو وروسته په کورنیو جګړو کې هیڅ راز ښکیلتیا نه درلوده او د ښکیلو جهادي مشرانو تر منځ یې د سولییزو هڅو ملاتړ کاوو.
حقاني د طالبانو له راتګ سره سم، له هغوی سره ودریده او د یاد حکومت د سرحدونو اوقبایلو چارو د وزیر په توګه یې دنده مخته وړله.
کله چې امریکا پر ګران هیواد ظالمانه یرغل وکړ او د طالبانو منسجم حکومت یې دړې وړې کړ، حقاني له هغو مشرانو څخه و، چې د امریکا پر وړاندې یې سر ټیټ نه کړ او پر جهاد او مبارزه یې ټینګار وکړ.

دا هم ولولئ

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

د وروستیو جریاناتو او ټي ټي پي په اړه د اسلامي امارت د وياند د کنفرانس متن/ د استانبول د مذاکراتو، د TTP او بې‌ځايه شويو قبایلو په اړه څرګندونې

نوموړي د روس پر وړاندې جهاد کې خپل ورور حاجي اسماعیل او په دې انقلاب کې خپل څلور ځامن“ شهید بدرالدین، شهید محمد او شهید محمد عمر“ هم له لاسه ورکړل او د کورنۍ ډیری غړي یې تیت پرک شول.
د حقاني صاحب یو ځوی ( انس حقاني) بندي دی، د یوې خور په شمول د کورنۍ څلور ښځینه او تر پنځوس پورې غړي یې د امریکایانو په لاس شهیدان شوي دي.

حقاني په وروستیو کلونو کې د زیات عمر او ناروغیو له امله د سیاسي او جهادي ډګر څخه ګوښه وو ، خو د امریکا پر ضد د روان جهادي مقاومت او مبارزې د کلکو ملاتړ څخه بلل کیده.
د نوموړي مشر زوی سراج الدین حقاني اوسمهال د طالبانو د اسلامي امارت د مشر مرستیال او د رهبري شورا غړی دی.

 

داچې حقاني له جهادي ډګر ور آخوا نور هم څه کړي، دلته یې مو اجمالاً رانغاړلي

حقاني رحمه الله د جهاد پر مهال د منبع العلوم په نوم دیني دارالعلوم او ګواکې دایرة المعارف تأسیس کړی وو، چې هرکال ترې ۴۰۰_۵۰۰ طالبا العلمان فارغیدل، همدا ډول يې د خوست په ولایت کې د عربي اماراتو د مشرانو په مرستې جلبولو سره د شیخ زاهد پوهنتون لومړنۍ د بنسټ ډبره کيښوده، ګواکې د دین د ابادۍ ترڅنګ يې د دنیا د ښيرازۍ اوخپل ویجاړ هیواد ته د بیا رغونوي ملاهم تړلې وه.

حقاني صاحب دغه راز د خوست ښار د لوی جامع جومات د بنسټ ډبره هم په خپل لاس ایښې، هغه مسجد چې پر یوه وخت د ۱۰ زرو لمونځ کونکو د ځایولو وړتیا لري .

حقاني صاحب همد راز د دې ولایت په “مټه چینه“ کې یوه مدرسه جوړه کړه چې پر یوه وخت په کې ۵۰۰ طالبانو درس ویل.

حقاني صاحب هغه څوک و، چې؛ یواځې د ده په لاس ۳۵۰ مدرسې او جوماتونه رغول شوي، او نوموړي یې تر پایه مالي ملاتړ کړی دی.

حقاني صیب، د هجرت په دیار کې د انجمن االقرآن په نامه یوه لویه لیسه هم درلوده چې زرګونو زدکړیالانو په کې زدکړې کولې.
له دې سره سره یاد جهادي مشر د“ عبدالله ابن مبارک “ په نامه یو حربي پوهنتون هم جوړ کړی و، چې د جهاد پر مهال په کې نظامي قوماندانانو ته حربي او نظامي زدکړې ورکول کیدې او دغه راز په کې د روس پر وړاندې مبارز جهادي قوماندانان تربیه کیدل.

حقاني صاحب هغه څوک و، چې تل یې ټینګار کاوو چې مجاهدین باید نیک سیرته ، خوش اخلاقه ، منسجم او متحد و اوسي نوموړي به ویل “ اسلامي امارت خپلمنځي اتفاق، اتحاد او اطاعت مضبوط وساتئ د اسلامي نظام د پلي کولو لپاره د زړه له کومي مخلص ثابت قدم اوسئ، او د جهاد عظيمې فريضې ته د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې ادامه ورکړئ“

د حقاني صاحب په تړاو اجرایه ریاست هم غبرګون ښوودلی او ډاکټر عبدالله ویلي“د جهاد پر مهال د جلال الدین حقاني ونډه خاصه وه؛ خو د امریکا تر راتګ وروسته یې بیا هم همغه دریځ ونیو ،د جلال الدین حقاني په وفات سره به د دې هغه د جنګیالیو په فعالیتونو کې هېڅ ډول بدلون رانشي.“

د حقاني صاحب په تړاو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اوږده لیکنه کې ویلي “هغه یتیم او ستړی طالب وو، بیا ستړی ملا او ستړی امام شو، بیا ستړی قومندان او ستړی سالار شو، خو بیا ستړی قومی مشر او ستړی دریم ګړی شو، بیا دیو شرعي امیر ستړی مطیع او فرمان بردار شو، بیا چې حالاتو غوښتل هماغسې دوباره ستړی مجاهد او ستړی لارښود شو، بالآخره ستړی مریض او ستړی وفات شو. انالله واناالیه راجعون“
د یادونې وړ ده چې د حقاني صاحب لویې کارنامې چې په خپل جهادي دور، وزارت او تر هغه وروسته یې درلودې، تر دې په ځلونو زیاتې دي او ما لیکوال یې محدودو هغو ته اشاره کړې.

لوی ټکي: جلال الدين حقانيحقاني څوک و
مخکینې مطلب

عارف علوي د پاکستان نوی ولسمشر وټاکل شو

بل مطلب

حقاني؛ د افغان تاریخ ځلانده څېره!/ هېواد ریان

ځانګړي مطالب

خبرونه

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

نشرونکی: ح جلال
مارچ 3, 2026
افغانستان

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 31, 2025
افغانستان

د وروستیو جریاناتو او ټي ټي پي په اړه د اسلامي امارت د وياند د کنفرانس متن/ د استانبول د مذاکراتو، د TTP او بې‌ځايه شويو قبایلو په اړه څرګندونې

نشرونکی: ح جلال
نوومبر 8, 2025
خبرونه

سي آی ای، ولې افغانستان کې ناکامه شوه؟ د الجزيرې ځانګړی راپور

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 8, 2025
راپور تاژ

له اټومي توغندیو تر پرمختلليو روباټونو؛ د چین د ځواک ننداره

نشرونکی: احسان تکل
سپتمبر 3, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د اسرائیلو روغتیا وزارت: د ایران بریدونو کې د ټپیانو شمېر له ۷ زرو واوښت

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 9, 2026
0

جنوبي لبنان کې حزب الله ځواکونو ۳ صهیونیستي ټانکونه ویجاړ کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 9, 2026
0

دفاع وزارت: له پاکستان څخه راوړل شوي لسګونه قبضې تفنګچې، مهمات او مخدره مواد ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 9, 2026
0

ګوتریش: پر لبنان بریدونه سیمه کې د سولې هڅې له ګواښ سره مخ کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 9, 2026
0

تېره ورځ ۵۴۴ کورنۍ افغان کډوال له بېلابېلو لارو هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 9, 2026
0

ننګرهار : د راستنېدونکو کډوالو لارۍ چپه کیدو پېښه کې یو تن وژل شوی او ۳۵ ټپیان دي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 9, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د امریکا-ایران اوربند باید بشپړ عملي شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 9, 2026
0

د پاکستان له بندخونو ۸۴ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 9, 2026
0

لبنان د صهیونیستي اشغالګرو بریدونو کې د سلګونو شهیدانو په یاد یو ورځنی ملي ماتم اعلان کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 9, 2026
0

حمدالله فطرت: وروستیو سېلابونو ۱۴۸ کسان شهيدان کړي او پراخ مالي زیانونه يې اړولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 9, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • دفاع وزارت: له پاکستان څخه راوړل شوي لسګونه قبضې تفنګچې، مهمات او مخدره مواد ونیول شول

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ټرمپ د عزل لپاره دیموکراتانو ۱۳ مادیزه پلان وړاندې کړ

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اسرائیلو روغتیا وزارت: د ایران بریدونو کې د ټپیانو شمېر له ۷ زرو واوښت

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • جنوبي لبنان کې حزب الله ځواکونو ۳ صهیونیستي ټانکونه ویجاړ کړي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: اجازه نه ورکوو چې صهیونیستي ريژیم د اسلامي هېوادونو خلاف تیریو ته دوام ورکړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د اسرائیلو روغتیا وزارت: د ایران بریدونو کې د ټپیانو شمېر له ۷ زرو واوښت

جنوبي لبنان کې حزب الله ځواکونو ۳ صهیونیستي ټانکونه ویجاړ کړي

دفاع وزارت: له پاکستان څخه راوړل شوي لسګونه قبضې تفنګچې، مهمات او مخدره مواد ونیول شول

ګوتریش: پر لبنان بریدونه سیمه کې د سولې هڅې له ګواښ سره مخ کوي

تېره ورځ ۵۴۴ کورنۍ افغان کډوال له بېلابېلو لارو هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

ننګرهار : د راستنېدونکو کډوالو لارۍ چپه کیدو پېښه کې یو تن وژل شوی او ۳۵ ټپیان دي

ولسمشر اردوغان: د امریکا-ایران اوربند باید بشپړ عملي شي

د پاکستان له بندخونو ۸۴ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول

لبنان د صهیونیستي اشغالګرو بریدونو کې د سلګونو شهیدانو په یاد یو ورځنی ملي ماتم اعلان کړ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com