د کابل امنيت درې لوړپوړي چارواکي له دندو ګوښه شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۷)
يو حکومتي سرچينې رسنيو ته ويلي، چې د کابل د امنيه قومندان په ګډون د امنيت درې لوړپوړي چارواکي له دندو ګوښه شوي دي.
د سرچينې په وينا، په دغه نويو تبديليو کې د کابل امنيه قومندان داود امین، د امنيت رييس محمد شفيع او د ۱۱۱فرقې قومندان جمال الدين له دندو ګوښه شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت سرچينې وايي، جنرال سید محمد روشندل د کابل د نوي امنيه قومندان په توګه ټاکل شوی دی.
روشندل تر دې مخکې د کورنيو چارو وزارت د ځانګړو قطعاتو د رييس ارکان په توګه دنده اجرا کوله.
تر اوسه د نورو دوو کسانو پر ځای د ټاکل کېدو په اړه څه نه دي ويل شوي.
د يادو کسانو د ګوښه کېدو لامل په کابل ښار کې د وروستيو امنيتي پېښو سره تړاو لري چې په خپلو دندو کې غفلت له کبله ګوښه کړای شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه د ملي يووالي حکومت مشر اشرف غني، امنیتي ارګانونو ته امر کړی، چې د کابل ښار د امنیتي وضعیت د ښهوالي لپاره دې، دغه ښار په څلورو امنیتي زونونو وویشي.



