کابل ټکی کام ۰۴جدې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د هند وزیر اعظم نرېندرا مودي پخپله ټوېټر پاڼه باندې خبر ورکوي چې نن ماښام به له کابل څخه د نوي ډیلي ته په لاره په لاهور کې تم شي، او د پاکستان له لومړي وزیر اعظم نواز شریف سره به وګوري.
نرېندا مودي په ټوېټر پاڼه کې همدا راز نواز شریف ته د زورکړې د کلیزې مبارکي هم وړاندې کړې ده.
د مودي د دغه سفر اصلي موخه نه ده مالومه.
د یادونې وړ ده چې د مودي دغه سفر هم د افغانستان په څېر پاکستان ته لومړی سفر دی.


















