شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

دسولې په اړه بايد دوه اصلي اړخونه؛  طالبان اوامريکامذاکرات وکړي

fateh1 نشرونکی: fateh1
دسمبر 25, 2015
کټګوریانې: سرمقاله
0
9
ځلې شریک شوی
113
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د ملګروملتونو د امنيت شورا چې  دا وخت زيات شمېر هېوادونه دکورنيو جګړو او بهرنيو بريدونوسره  مخ دي،  بيړنۍ غونډې کوي، چې داپه  جګړه کې ښکیل هېوادونه  دجګړې له اوره  راوباسي . ديمن  په اړه غونډه چې موقتي  اوربندپکې په نظر کې نيول شوی  و، دعراق اوسوريې په اړه غونډه چې په سوريه کې دبشرالاسدپرخلاف اوملاتړو هېوادونوپه اړه پکې بحثونه وشول.  د افغانستان په اړه  دتېرې اونۍ  غونډه چې  دافغانستان لپاره ځانګړې شوې وه، د افغانستان دسولې په په اړه پکې بحث وشو، چې  دافغانستان په روانو حالاتو امنيتي اندېښنه  زياته شوه .

دامهال عراقي پوځونه  د داعش ډلې سره د رمادي ښار دنيولو  لپاره په جګړه بوخت دي.  او افغان پوځونه  د طالبانوسره په هلمندکې جګړه کوي،  چې دځنې راپورونو پر اساس هلمند ته دنورو مرستوپه نه رسيدو طالبانو دسنګين ولسوالي له دولتي ځواکونونه نيولې . که څه هم هلمندي چارواکي يې  نه تسليموي خو دا اعتراف کېږي چي نورې قواوې  ورته تردې دمه  نه دي رسيدلي.  لکه څرنګه چې موجوده اداره  په جګړه کې  پرطالبانو بریا نشي ترلاسه کولی او بيا دناټو هوايي ځواکونه جګړې ته داخل شي دارنګه دسولې په اړه هم هېڅ نشي کولای. دجګړې ميدان،  دسيمې نيول اودلاسه ورکول امريکايي ځواکونواوطالب وسله والوته پاتې شي؛  نوپکارده چې د سولې په اړه مذاکرات هم دوه اصلي لوري امريکا او طالبان وکړي ،ځکه  جګړه  همدې دوو خوا وو  پورې تړلې ده . دطالب وسلوالو سره چې دجګړې وروستۍ فيصله امریکا کوي بايد سوله هم دامریکا او طالبانو ترمنځ وشي په روانو حالاتو کې دهېواد په نهو ولاياتو کې سختې جګړې روانې دي که امريکايي پوځونه دافغان ځواکونو مرسته ونکړي دا نهه ولايته ددولت  له  لاسه وتلو په  حال کې دي.

دا هم ولولئ

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

دا چې وروسته پرېکړه بيا امريکا ته پاتې کېږي دولتي چارواکي له امريکايي مشرانو دطالبانوسره دسولې په اړه مشورې اخلي نو ددې دواړو لوريو امريکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات نتيجه ورکولای شی . بين الافغاني مذاکرات هغه وخت نتيجه ورکولای شي چې واک ولري. دطالبانو ددې پاليسۍ او دريځ ځواب چې ټول بهرني پوځونه دي له افغانستان ووځي بيا به مذاکرات دکاميابۍ بڼه غوره کړي، افغان مذاکراتي پلاوي يې نشي ورکولای ځکه افغان پلاوي په مذاکراتو کې دطالبانو سره دپرېکړې اختيارنلري او نه دا ډاډ طالب  مذاکراتي پلاوي ته ورکولای شي ، چې ټول بهرني پوځونه به دټاکلې نيټې پورې له افغانستانه وځي خو امريکا بيا دا کولای شي چې په مذاکراتو کې دطالب مذاکراتي پلاوي سره همدا ډول ژمنه او پرېکړه وکړي . زمونږ چاوراکي او په ځانګړې توګه ولسمشر اشرف غني په وار  وار  ويلي چې ګاونډيان او په طالبانو اثر لرونکی پاکستان ورسره دسولې په اړه ژمنې کړي دي؛ خو يوه يې هم عملي کړې نده. مونږدامنو چې په ځينو طالب مشرانو به دپاکستان اثر وي خو اثر او کنترول توپير لري . پاکستان بيابيا دسولې وعده کړې خوکه پرطالب مشرانو يې واک درلودلی ، دخپل دريځ نه به يې اړولي وای. پاکستان خپله وسه کړې خو داچې طالبان يې تراوسه دخپل دريځ نه نه دي اړولي نه پرې کنترول لري او نه دومره اثر پرې لري چې سوله پرې ومني البته ديوه ګاونډي په  حیث مذاکراتو ته  د کېناستلو په  اړه به مرسته وکړي ؛ خو بيا هم دا مذاکرات بايد دجګړې د اصلي دوو خواوو ؛  امريکا او طالبانو ترمنځ وي.

مخکینې مطلب

مودي به نن په لاهور کې له نواز شریف سره وګوري

بل مطلب

برتانيې په هلمند کې پای ته رسيدلی جګړه ييز ماموريت بيا پېل کړ

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025
سرمقاله

د تړونونو ماتول، د صهيونيستانو پخوانی عادت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 5, 2025
سرمقاله

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ټرمپ: د ایران نوې طرحه د منلو وړ نه ده، خو خبرې دوام لري

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com