آسيا جام: افغانستان لومړۍ لوبه کې د دوشنبې په ورځ سريلانکا سره مخ کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۴)

ټاکل شوې چې نن شنبه په متحده عربي اماراتو کې د سريلانکا او بنګله ديش لوبډلو په لومړۍ لوبې سره د آسيا جام سيالۍ پيل شي.

د اسيا جام سیالیو کې شپږ هېوادونه (افغانستان, بنګلادېش, هندوستان, پاکستان, سريلانکا او هانګ کانګ) شتون لري.

په دغه سياليو کې افغانستان د راتلونکې دوشنبې په ورځ له سريلانکا سره مخ کېږي.

افغانستان کرکټ ملي لوبډله له تېرو دووه اوونيو راهيسې د يادو لوبو لپاره په چمتووالي بوخته ده.

لوبډلمشر اصغر ستانکزی وايي، لوبډله يې يواځې د سياليو لپاره نه ده تللې زياتوي چې د افغانستان ټيم په سترو لیګونو کې برخه اخيستې او تمه ده چې په آسیا جام کې به ښې لوبې وکړي.

افغان لوبډله به خپله دوهمه لوبه د سپتمبر په شلمه نيټه له بنګله دیش لوبډلې سره کوي.

دا دویم ځل دی چې افغانستان د آسیا جام د کرکټ په نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي. افغانستان د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ کال کې د آسیا جام په سالیو کې برخه واخیسته چې بنګله ديش ته يې پکې ماتې ورکړه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button