(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۴)
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د فراه ولايت په خاک سفيد ولسوالۍ کې د افغان پوځ اړوند يوې چورلکې سقوط کړی چې له کبله يې څلور کسان وژل شوي دي.
د دفاع وزارت مرستيال وياند محمد رادمنش وايي، یادې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې خو طالبان ادعا کړې چې چورلکه د دوی په ډزو نسکوره شوې ده.
د رادمنش د معلوماتو له مخې، پېښه تيره ورځ د يادې ولسوالۍ د رنج کلي کې رامنځته شوې ده چې په ترڅ کې دوه پيلوټان او دوه نښه ويشتونکي وژل شوي دي.
د فراه د والي وياند ناصر مهري هم د پېښې د تاييد تر څنګ د څلورو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی.
له بله پلوه له پېښې لږه موده وروسته طالبانو ادعا وکړه چې يادې چورلکې په ټيټه ارتفاع کې الوتنه کوله چې د طالبانو په راکټي بريد کې رانسکوره شوه.
ويل کېږي، د الوتکې ټوټې او پکې د سپرو عسکرو او پيلوټانو جسدونه په سيمه کې پراته دي.

















