د پاکستان د بهرنيو چارو وزير کابل ته راورسېد

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۴)
نن د شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي کابل ته راورسېد.
ټاکل شوې چې نوموړی له افغان چارواکو سره دواړو هېوادونو تر منځ په ځينو مسايلو خبرې وکړي.
تر دې مخکې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند محمد فيصل ويلي، چې شاه محمود قريشي بهرنی لومړی سفر افغانستان ته کوي او له افغان چارواکو سره به د کابل او اسلام اباد ترمنځ د عمل د ګډ پلان، پر امنیت، سولې او نورو موضوعاتو خبرې وکړي.
ويل کېږي، نوموړی به د دغه سفر په دوران کې له ولسمشر غني، اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله او بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني سره وګوري.
د جمهوري رياست مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي وايي، د افغان چارواکو او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير تر منځ به په دې کتنه کې له پاکستان سره په مهمو مسايلو او ستونزو خبرې وشي.
دا د پاکستان د نوي حکومت د بهرنيو چارو د وزير لومړی بهرنی سفر دی چې افغانستان ته يې کوي.


