دوشنبه, اپریل 13, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home په کتاب تبصره

د بخاري شریف پښتو شرحه «شهاب البارئ» له چاپه را ووته

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 15, 2018
کټګوریانې: په کتاب تبصره
0
329
ځلې شریک شوی
418
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د احادیثو مبارکو تر ټولو معتبر او منل شوي کتاب صحیح البخاري پښتو ژباړه او شرحې لومړۍ برخه له چاپه را ووته.

شهاب البارِئ شرح صحیح البخاري د شیخ مولوي شهاب الدین دلاور صاحب حفظه الله تصنیف دی چې د بخاري شریف له پیل څخه بیا د «کتاب العلم» تر پایه پوري په پښتو ژبه په څلورو جلدونو کې بشپړ شوی دی او پر پاتې برخه یې کار روان دی.

دا هم ولولئ

د” الماسو غمی” ناول باندې یوه لنډه تبصره!

د شهزاده هري د خاطرو کتاب !

په اسلام کې د ږیرې ارږښت اومقام کتاب چاپ شو

شیخ صاحب د خپل تصنیف پيل په یوې اوږدې مقدمې کړی چې په هغو کې يې خپلو خبرو ته مستندې حوالې ورکړي، وروسته یې په هر حدیث کې د رواة احوال، لغوي تحقیقونه، لفظي او روانې ژباړې سربېره په فقهي مسائلو کې د ائمه اختلاف، د احادیثو څخه اخذ شوي مسائل او اړوند مباحث په روانه او اسانه ژبه لیکلي دي.

شهاب البارئ شرح صحیح البخاري که له یوه اړخه خپل اهمیت له دې څخه اخلي چې په پښتو ژبه ده، خو له بله اړخه له دې وجې هم مهمه ده چې لیکونکی یې د کلونو راهیسي په مختلفو مدارسو او جامعاتو کې د احادیثو شیخ او د فنونو استاذ پاتې شوی دی او په خپل علم او مجال کې د افغانستان په سطحه یو د برلاسو مشایخو څخه شمېرل کیږي.

د احادیثو شریفو له دغې نوي شرحې څخه هر هغه څوک استفاده کولای شي چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د مستندو احادیثو سره مینه لري، په هغوی ځای پوهول غواړي او د احادیثو څخه په اخیستل شوي فهم کې د مذاهب اربعه د اختلافونو سربېره بالاخیره د حنفي فقهي په رڼا کې راجح اقوال ځانته معلومول غواړي.

د شیخ صاحب دغه تصنیف په ځانګړي ډول د احادیثو د طلبا کرامو لپاره یو ارزښتناک اثر او خوشحالوونکی زیری دی.

ددې کتاب ځیني خصوصیات په لاندي ډول دي:

د «شهاب البارئ شرح صحیح البخاري» په ترتیب کې د لاندېنیو امورو خاص اهتمام شوی دی.

(۱) د حدیث عربي متن په صحیح اعراب سره وړاندې شوی دی (۲) د حدیث روانه پښتو ژباړه شوې ده (۳) د حدیث د راویانو احوال بیان شوي دي (۴) له معتمدو شروحو نه د حدیث مکمله تشریح شوې ده (۵) له معتمدو شروحو نه د مقام سره مناسب د حدیث صرفي، نحوي، بلاغتي او فني تحقیق شوی دی (۶) له حدیث نه مأخوذ فقهي مذاهب په تفصیل سره بیان شوي او هم يې د تنقیح مناط وضاحت شوی دی (۷) له مربوط حدیث سره د فقهي مذاهبو د لائل په تفصیل سره بیان شوي دي (۸) نورو فقهي مذاهبو ته په اختلافي مباحثوکې د هغوی د دلائلو لپاره داسي لطیفې توجیهات بیان شوي دي چې د حنیفي مسلک أقربیت الی الحدیث په زړه او دماغ کې راسخ کوي او په دې ټولو مباحثوکې حتی الوسع د روایاتو تطبیق او توافق په نظر کې نیول شوی دی، چې ترڅو (مهما أمکن) ټول روایات (معمول بها) وګرځي او د حنیفي مذهب په ترجیح او تائید کې هم د بل امام او فقهي مسلک د عظمت او احترام پوره خیال ساتل شوی دی (۹) د سند د «تحویل» وضاحت او تشریح شوې ده.(۱۰) د امام بخاري رحمه الله د معلقاتو مفصل وضاحت شوی دی (۱۱) د حدیث له باب سره د مطابقت مکمل وضاحت شوی دی (۱۲) له حدیث نه مستنبطه احکام ذکرشوي دي (۱۳) د هر باب له خپل کتاب او سابق باب سره مناسبت بیان شوی دی (۱۴) د هر ترجمة الباب نحوي تشریح شوې ده (۱۵) د هر ترجمة الباب د اغلاق او ابهام مکمل وضاحت او تشریح شوې ده (۱۶) د هر ترجمة الباب له عقد نه د امام بخاري رحمه الله غرض بیان شوی دی (۱۷) د اول جلد په پیل کې د علم حدیث مکمله او مفصله مقدمه ذکرشوې ده (۱۸) او هم ورسره د صحیح البخاري مکمله او مفصله مقدمه ذکر شوې ده (۱۹) د متشابهو تراجمو فرق او وضاحت شوی دی (۲۰) د «باب بلا ترجمه» مفصل وضاحت او د علماؤ توجیهات بیان شوي دي (۲۱) د هرکتاب په آخر کې د براعت الإختتام وضاحت شوي دی (۲۲) هر بحث له مستندو حوالو نه برخمن شوی دی.

د شهاب البارئ شرح صحیح البخاري په اړه د ځینو مشهورو علماء کرامو او مشایخو عظامو د تقریظونو څخه د وینا یوه برخه:

د جامعه دار العلوم حقانیه اکوړه خټک مهتمم حضرت مولانا شیخ الحدیث سمیع الحق مدظلهم العالي فرمایلي:

«زمونږ د قدرمن ورور مولانا شهاب الدین دلاور الحقاني شرحه یوه با امتیازه او روښانه شرحه ده، چې په یقین سره شارح باندي ډېره خواري کښلې او د احادیثو ټول اړخونه یې په بشپړه او ښه توګه د نني عصر د ذوق سره سم په پښتو ژبه را نغښتلي دي . الله تعالی دي يې د لیکوال لپاره د قیامت په ورځ د حسناتو د ترازو د دروندوالي سبب وګرځوي او په دنیا کې د طلابو او علماو لپاره د نفعې مصدر».

د جامعه دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک شیخ الحدیث حضرت مولانا مغفورالله مدظلهم العالی فرمایلي: «الله تبارک و تعالی دې د مولف دا قیمتي او زرینه شرحه په خپل دربار عالیه کې قبول کړي. او په ګڼ شمیر طلباء کرام او علماء کرام ددینه مستفید وګرځوي».

جامعه دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک شیخ الحدیث والقران مولانا عبدالحلیم (دیربابا) مدظلهم العالی فرمایلي: « نوموړي ته دي الله تعالی اوږد ژوند ورکړي، د صحیح البخاري دغه خدمت یې د ابتدا څخه نیولې بیا د «کتاب العلم» تر انتهاء پوري بشپړه کړې، په ابتداء کي يې د حوالو سره لویه مقدمه لیکلې، او د رواة احوال یې قلمبنده کړي دي، د حدیثو لغوي تحقیق د محاورې د ترجمې سره، د ائمه اختلاف، اخذ شوي مسائل او د هغه اړوند مباحث یې په حوالو را نقل کړي دي. نوموړي په ډېر محنت سره په خپل علمي تحقیق کې پښتو ژبه کارولې او په دې توګه یې پر اهل علم لوی احسان کړی دی.»

دارالعلوم نعمانیه اتمانزی جارسده وجامعه دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک شیخ الحدیث حضرت مولانا محمد ادریس حفظه الله تعالی فرمایلي: «کتاب هذا په پښتو ژبه کې د صحیح البخاري یوه نادره، عظیمه علمي شرح ده او دعلماء کرامو او طلباء د پاره د استفادې لویه سرمایه ده»

د کتاب تر لاسه کولو ادرسونه:

د افغانستان او پاکستان په اکثرو لویو او مشهورو دیني کتاب خانو کې تر لاسه کیدای شي، په ځانګړي ډول په کابل کې د الحاج حسین ځاځي مارکیټ او پخته فروشي کوڅه کې د دیني کتابخانو څخه تر لاسه کیداي شي او همداسي د جلال اباد، خوست، غزني، لوګر په شمول د هیواد د اکثرو ولایتونو مشهورو کتابخانو ته به ډېر ژر ورسیږي.

په پاکستان کې د پيښور په قصه خواني، اکوړه خټک، مردان، مانسهره، او کویټې ښار په لویو دیني او مشهورو کتابخانو کې هم تر لاسه کیدای شي.

مخکینې مطلب

زابل: د طالبانو به برید کې ۲۰ امنیتي منسوبین وژل شوي

بل مطلب

رولاغني هم غلا پیل کړه!/ بریالی سعود

ځانګړي مطالب

په کتاب تبصره

د” الماسو غمی” ناول باندې یوه لنډه تبصره!

نشرونکی: ح جلال
جولای 25, 2023
په کتاب تبصره

د شهزاده هري د خاطرو کتاب !

نشرونکی: ح جلال
فبروري 14, 2023
ادب

په اسلام کې د ږیرې ارږښت اومقام کتاب چاپ شو

نشرونکی: ح جلال
مې 26, 2019
ادب

د شهيد مولوي نصرالله منصور پر ژوند او کارنامو لیکلی کتاب چاپ شو

نشرونکی: ح جلال
مې 21, 2019
په کتاب تبصره

قمقمة المرجان 

نشرونکی: ح جلال
مارچ 4, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د لبنان په جنوب کې د ډرون برید له امله ۸ اسرائيلي پوځيان ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
0

ابراهیم ذالفقاري: کلونه جګړې ته چمتوالی لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 13, 2026
0

افغانستان او ازبکستان د ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د کرنیزو همکاریو تړون لاسلیک کړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
0

ایران: د هرمز تنګي له لارې د “دښمن” بېړیو تګ راتګ ته اجازه نه ورکوو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
0

غزه کې د اسرائيلو برید کې ۳ فلسطینیان شهيدان او دوه ټپيان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
0

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۵۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۸ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
0

قالیباف: که د هرمز تنګي وضعیت خراب شي، امریکا او نړۍ به د تېلو بیو له لوړېدو سخت زیان وویني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 13, 2026
0

ولسمشر اردوغان پر اسراییلو د برید ګواښ وکړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 13, 2026
0

بامیان کې د ۱۰ ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
0

ډونالډ ټرمپ: د دوشنبې له ورځې پر ایراني بندرونو بندیز پیلېږي؛ د تېلو بیې له ۱۰۰ ډالرو واوښتې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • هغه کوم شرطونه دي چې ایران په مذاکراتو کې غوښتنه کړې؟ دلته يې ولولئ 

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ایران: د هرمز تنګي له لارې د “دښمن” بېړیو تګ راتګ ته اجازه نه ورکوو

    17 شریک شوي
    شریکول 7 Tweet 4
  • پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • ایران: د خبرو بل پړاو نشته؛ امریکا د مذاکراتو پرېښودو ته پلمه لټوله

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ډونالډ ټرمپ: د دوشنبې له ورځې پر ایراني بندرونو بندیز پیلېږي؛ د تېلو بیې له ۱۰۰ ډالرو واوښتې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د لبنان په جنوب کې د ډرون برید له امله ۸ اسرائيلي پوځيان ټپیان شوي

ابراهیم ذالفقاري: کلونه جګړې ته چمتوالی لرو

افغانستان او ازبکستان د ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د کرنیزو همکاریو تړون لاسلیک کړ

ایران: د هرمز تنګي له لارې د “دښمن” بېړیو تګ راتګ ته اجازه نه ورکوو

غزه کې د اسرائيلو برید کې ۳ فلسطینیان شهيدان او دوه ټپيان شوي

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۵۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۸ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

قالیباف: که د هرمز تنګي وضعیت خراب شي، امریکا او نړۍ به د تېلو بیو له لوړېدو سخت زیان وویني

ولسمشر اردوغان پر اسراییلو د برید ګواښ وکړ

بامیان کې د ۱۰ ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com