زابل: د شملزو ولسوال په کندهار کې ووژل شو
زابل: د شملزو ولسوال په کندهار کې ووژل شو
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۴)
راپورونه وایي چې د زابل ولایت د شملزو ولسوال د کندهار ولایت په عینو مینه کې په یوه غلچکي برید کې په نښه او وژل شوی.
د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیز وایي، نن ماسپیښین دوه بجې د زابل ولایت د شملزو ولسوال “مهمند نصرتیار“ او دهغه ځوی د کندهار ښار په عينومېنه کې د خپل کور مخې ته د دو موټر سایکل سپرو وسلوالو له خوا په نښه شوی.
نوموړی زیاتوي، په برید کې نصرتیار وژل شوی او ځوی یې ټپي دی .
د نوموړي ورور “وزیر محمد جوادي“ چې دا مهال د زابل ولایت د شاجوی ولسوال دی، رسنیو ته د پیښې پخلی کړی او د کندهار له چارواکو یې د عاملینو د نیولو غوښتنه وکړه.
پولیس وایي، بریدګر له پیښې وروسته له سیمې څخه وتلي اود پیداکولو لپاره یې پلټنې پیل کړې ، د پیښې پړه تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې
باید وویل شي چې په کندهار کې تر ډیره مرموزو پیښو کې د لاس لرلو پړه د دې ولایت د امنیې قوماندان جنرال رازق ته هم نیول کیږي، چې ګواکې د مافیا د لوی بانډ مشري پرغاړه لري او تل د مخالفو دولتي چارواکو او عامو خلکو د ترور هڅه کوي



