(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۸)
د پاکستان سترې محکمې د هغه هېواد د پخواني زنداني لومړي وزير نوازشريف ، د هغه د لور مريم نواز او زوم صدر حسين د خوشې کولو امر کړی دی.
نن د چهارشنبې په ورځ د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې د سترې محکمې قاضي اطهر من الله امر وکړ چې نوازشريف، مریم نواز او صفدر دې د پنځه، پنځه لکه روپيو په ضمانت له زندانه خوشې کړای شي.
پر نواز شريف تور دی چې له هېواده بهر ناقانونه ملکیتونه لري او د فساد له کبله نوموړي ته لس کاله، لور ته يې اووه کاله، زوم ته يې يو کال سزا اورول شوې وه چې یاد درېيواړه کسان دا مهال د پنډۍ په اډياله زندان کې بنديان دي.
د مسلم لیګ نواز ډلې مشرتابه غړی احسن اقبال رسنيو ته وويل، د شريف په اړه شوې فيصله انتقامي وه او د دې لپاره زنداني شو چې عمران خان د وزيراعظمۍ څوکۍ کې بريا ترلاسه کړي.
له بله پلوه د تحريک انصاف ګوند غړی فیصل جاويد وايي، د نواز شريف، لور او زوم په اړه يې سزاګانې يواځې ځنډول شوي د هغوی په اړه به دوسيه روانه وي، ښايي بيا زندان ته ولېږل شي.


















