(کابل ټکی کام۱۳۹۷ وږی ۲۸)
د ماشومانو د خوندیتوب نړیوالې ادارې یا “سیف دي چلډرن“ په یوه راپور کې ویلي، د سعودي په مشرۍ ایتلاف د جګړو له امله میلیونونه ماشومان له لوږې سره مخ دي.
چلډرن ویلي، په ساحلي ښار الحدیده کې جګړو او بمباریو یوځل بیا زور اخیستی او د خوړو بیې په بیسارې توګه لوړې شوې.
د یادې ادارې د راپور له مخې، دغه ماشومان د سختې لوږې، ناروغیو او نورو خطرونو له ګواښ سره مخ دي.
پر یمن د سعودي په مشرۍ هوایي بریدونو له امله په دې هیواد کې نږدې ۷۰ زره کسان د کولرا له ناروغۍ څخه هم کړیږي او تر څنګ یې ګڼ شمیر انسان د دې خونړۍ جګړې له امله په نورو ناروغیو هم اخته شوي دي.
اوسمهال د یمن هیواد زیاتې برخې حوثي یاغیانو لاندې کړې او د سعودي په مشرۍ حکومت یې له ننګونو سره مخ کړی دی.
شمیرې ښیي چې د یادو بریدونو له امله تر اوسه نږدې ۱۰ زره کسان وژل شوي او سلګونه زره نور ټپیان دي.


















