اسياجام: افغانستان نن له بنګله دېش سره او پاکستان له هند سره مخ کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱)
د آسیا جام د څلور غوره “سوپرفور” سياليو په لړ کې نن افغانستان له بنګله دېش سره او پاکستان له هند سره مخ کېږي.
افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د تيرې پنجشنبې په ورځ د بي ګروپ په سياليو کې بنګله دېش ته د (۱۳۶) منډو په توپير ستره ماتې ورکړه او افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې سريلانکا ته هم ماتې ورکړې وه.
خو وړمه ورځ يې د سوپرفور په لومړۍ سيالۍ کې له پاکستانه ماتې وخوړه.
ټاکل شوې چې نن د افغانستان او بنګله دېش لوبډلې په ابوظوبۍ کې د شيخ زايد په نړيوال لوبغالي کې سره مخ شي او د پاکستان او هند سيالي هم نن په دوبۍ کې کېږي.
دغه راز افغانستان د راروانې سې شنبې په ورځ په دُبۍ کې د هند له لوبډلې سره هم سیالي لري.
کرکټ پوهانو او مشهورو لوبغاړو د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د اسيا جام د روانو سياليو غوره لوبډله بللې ده.



