ډاکټر عبدالله د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته ولاړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱)
د ملي یووالي حکومت اجرایه رئیس ډاکټر عبدالله د ملګرو ملتونو په ۷۳یمه غونډه کې د ګډون په موخه د امریکا نیویارک آیالت ته روان شو.
ټاکل شوې چې ډاکتر عبدالله به د ګډحکومت د لاسته راوړنو او د راتلونکي په اړه د مهمو پلانونو په هکله نړیوالو ته معلومات ورکړي.
اجرایه ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ډاکټر عبدالله به هڅه وکړي چې د نړیوالو توجه د افغانستان پر لوري جلب کړي او د فساد پر ضد دمبارزې تر څنګ به د یو شمیر طرحو د عملي کولو ژمنې به وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي، عبدالله به د غونډې په حاشیه کې د ځینې هیوادونو له ولسمشرانو، وزیرانو او یو شمیر نورو چارواکو سره هم له نږدې لیدنې کتنې ولري



