(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۳)
ټاکل شوې چې د آسيا جام سياليو په لړ کې نن افغانستان له هند سره خپله وروستۍ سيالي ترسره کړي.
دغه سيالي به د افغانستان پر څلور بجې د دوبۍ په شيخ زاید لوبغالي کې کېږي.
د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسوول فريد هوتک وايي، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له هند سره سيالۍ ته پوره چمتووالى لري.
افغانستان د آسيا جام په لومړي پړاو سياليو کې بنګله دېش او سريلانکا مات کړل خو په دوهم پړاو سياليو کې يې له پاکستان او بنګله دېش څخه د منډو په لږ توپير ماتې وخوړه او د اسياجام فاینل له سياليو پاتې شوه.
ټاکل شوې چې سبا د چهارشنبې په ورځ د سوپر فور شپږمه سيالي د بنګله دېش او پاکستان تر منځ وشي هره لوبډله چې بريالۍ شوه هند سره به فاینل لوبه کوي.
بايد وويل شي، چې دوه کاله وړاندې د آسيا جام سياليو اتلولي هند لوبډلې ګټلې وه.


















