د مینې سیاست

عرفان الله عرفاني

تاسره پاتې وو راغلی یم خپل زړه غواړمه

د دېوال سیوري ته دې ناست یمه اوبه غواړمه

ډېرې مې تېرې کړې تنها د بېلتانه شوګېرې

څو شېبې خوب جانانه ستا پر زنګانه غواړمه

تا یوسف مخي پسې تللی زما نظر یعقوبي

ورته درمل ستا د وصال خواږه رانجه غواړمه

په خدای د کلي رقیبانو ته دې دوه پیسې کړم

لږ خو را وو ځه ومنۀ چې نور څه نۀ غواړمه

که ستا وي خوښه او که نوي زه دا کار کومه

د چا له ضده ستا کوڅه کې تلۀ راتلۀ غواړمه

دا چې ښکاره کړم ملاقات دا دی سیاست د مینې

چې د غماز مخکې لتا سره لیده غواړمه

خلک به هرڅه هرڅه وایي خو اللهﷻ  شاهد دی

زه (عرفاني) درته دعا په هر لمانځه غواړمه

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button