(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۴)
د ملي یووالي دحکومت د ملي امنیت نوی سلاکار حمدالله محب د یو پلاوي په مشري ایران ته تللی او هلته یې د سیمې د څو هیوادونو د استخباراتي مشرانو په غونډه کې ګډون کړی .
په دې یوه ورځنۍ ناسته کې د افغانستان سربیره د ايران ، هند، چين او روسيې د ملي امنيت سلاکارانو هم ګډون کړی وو او د سیمې د امنیت د خوندیتابه په موخه یې خبرې کړې.
یادو مشرانو په سیمه د داعش د ګواښ او نفوذ د زیاتیدو او له بنسټ پالنې سره پر ګډې مبارزې یو لړ تصامیم هم نیولي دي.
ټاکل شوې چې محب به له یادو استخباراتي مشرانو سره جلاـ جلا لیدنې هم ولري.
د ملي امنیت د سلاکار په توګه دا د محب لومړی رسمي سفر و چې یوه بهرني هیواد ته یې ترسره کوي.
معلومه نه ده چې محب او ورسره تللی پلاوی به له دې غونډې څخه د هیواد په ګټه کومه استفاده وکړي کنه، خو ویل کیږي چې نوموړی په سیاست کې دومره تجربه نه لري لکه پخواني مشر اتمر چې درلوده.

















