غزني: د اشرف غني غونډې ته څېرمه توغندي لګېدلي- ښار کې جګړه روانه ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۵)
د ملي يووالي حکومت مشر اشرف غني نن سهار د غزني د امنيتي وضعيت د څارنې په موخه دغه ولايت ته سفر وکړ او د غزني له چارواکو سره پر امنيتي وضعيت خبرې کولې چې د ولايت مقام ته څېرمه توغندي ولګېدل.
د غزني د ولايتي شورا غړی نصير احمد فقيري وايي، چې دوه توغندي د ولايت مقام سره نږدې د هده کابل او شاه مير سيمو کې لګېدلي دي.
ځايي امنيتي سرچينې وايي، تر اوسه درې توغندي د ولايت ودانۍ ته څېرمه لګېدلي او د نورو توغنديو د لګېدو امکان هم شته.
تر دې دمه په توغنديو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي خو د ولايت مقام يوې سرچينې رسنيو ته ويلي توغندي په داسې حال کې لګېدلي کله چې اشرف غني چارواکو ته وينا کوله.
له بلوه پلوه راپورونه وايي، چې د غزني ښار په مربوط په قلعه قاضي سيمه کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ سخته جګړه روانه ده.
شاوخوا دوه مياشتې مخکې طالبانو د غزني پر ښار برید وکړ چې پنځه نوي سلنه خاوره يې ونيوله خو د افغان او بهرنيو ځواکونو له لوري ملکي خلکو ته په هوايي بريدونو کې د تلفاتو اوښتو له کبله يې بيرته پرېښود.
دا مهال د غزني څو ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو په حاکميت کې دي او پاتې نورې يې هم تر سختې کلابندۍ لاندې دي.
تيره ورځ د دغه ولايت د اندړو ولسوالۍ چارواکو رسنيو ته وويل چې طالبان د ولسوالۍ ودانۍ ته دومره نږدې راغلي چې غږونه راکوي چې تسليم شئ که نه وبه وژل شۍ.



