(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۹)
عبدالوکيل په ګرشک کې د برېښنا د فابريکې امر دی وايي چې نږدې شپږ مياشتې کېږي چې هندي انجينران نشته او د ګرشک د برېښنا د فابريکې د ترميم او جوړونې چارې په ټپه ولاړې دي.
د دغه فابريکې د رغونې لومړی قرارداد په دوه زره يوولسم ميلادي کال کې د اوبو او برېښنا د وزارت او يوې هندي کمپنۍ تر منځ لاسليک شوی دی.
د برېښنا شرکت مسوولين وايي، يادې هندي کمپنۍ بايد په دوه کلونو کې د توربينونو د ترميم او د نوي توربين د نصبولو چارې بشپړې کړې وې خو لا هم دغه کار په نيمه کې پاتې دی.
د ګرشک د برېښنا امر عبدالوکيل وايي، په اووه کلونو کې د کمپنۍ له خوا د درېيم توربين یواځې يو غار پاک شوی او يوه خونه چې د تعويلخانې کار ترې اخيستل کېږي جوړه شوې ده.
د عبدالوکيل په وينا، د دوی کارونه دغه دي چې فقط یو کال وروسته رامعلوم شي زياتوي: “دغه د نوي توربين ځای دی، دغه ځای يې پاک کړی، شاوخوا يې اوبه ځينې بندې کړي، دا يې په څلورو کلونو کې کړی دی، هيڅ نه يو بريالي شوي چې دوی د څه لامله کار ځنډوي، امنيت شته، سهولتونه دوی ته برابر دي، دوی راشي درې څلور مياشتې تيرې کړي خلکو ته وعدې ورکړو، خلک د دوی ملاتړ کوي، دوی ته هيڅ مشکل نشته، خو بيا دوی لاړ شي، هيڅ درک يې نه معلوميږي”.
د برېښنا دغه فابريکه په ګرشک کې د بغرا په لوی نهر اووه پنځوس کاله مخکې جوړه شوې ده چې د هلمند په نادعلي او مارجې ولسواليو کې ډيرې کرهنيزې ځمکې هم ترې خړوبيږي.
د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي، د دغه فابريکې د دوو پخوانيو توربينونو د بيا ترميم او یو بل نوي توربين د نصب قرارداد د يو اويا ميلیون امریکايي ډالرو په ارزښت يوې هندي کمپنۍ ته چې آيپيل نوميږي ورکول شوی دی.
















