پروان: بګرام ولسوالۍ کې پنځه امریکايي عسکر وژل شوي
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۱)
تيره شپه د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ پر بهرنيو ځواکونو د ماين چاودنه شوې چې په ترڅ کې يې پنځه عسکر وژل شوي دي.
د بګرام اوسېدونکي وايي، دغه چاودنه تيره شپه شاوخوا لس بجې د قلعه نصرو سيمه کې شوې چې بهرنيانو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بګرام ولسوالۍ امنيتي سرچينې چاودنه تاييدوي خو پکې د اوښتو تلفاتو په اړه يې له معلوماتو ورکولو ډډه کړې.
له بله پلوه طالبانو د چاودنې مسئوليت منلی رسنيو ته يې په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې چاودنه د امريکايي ځواکونو د ګزمې پر ټانګ شوې او پکې پنځه امریکايي عسکر وژل شوي دي.
قلعه نصرو د بګرام هغه سيمه ده چې ډير کله ترې د امریکايي ځواکونو د وژل کېدو او پر هغو د چاودنو راپورونه ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سپتمبر په نهه ويشتمه هم د هلمند له ګرشک ولسوالۍ څخه د يو امریکايي په ګډون د دولسو دولستي عسکرو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی و.
په وروستيو کې چې د بهرنيو ځواکونو ګزمې او عمليات زيات شوي ورسره د هغوی په مرګ ژوبله کې هم زياتوالی راغلی چې ډير کله امريکايي پوځ هغوی ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات پټ ساتي.



