
لنډه کیسه او ګټې یې: توره جنتي میرمن
حامد افغان
د امام بخاري او امام مسلم رحمهما الله په روایت د یوې تورې جنتي میرمنې کیسه درته راژباړم، او له دې کیسې نه ترلاسه شوې ګټې او فایدې ورپوري تړم، عطاء بن ابي رباح رحمه الله وایي: عبدالله بن عباس رضي الله عنهما راته وویل: جنتي ښځه در ونه ښیم؟ ما ورته وویل: هوکي، ده راته وویل: دا توره ښځه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله ورته ویې ویل: زه (د ناروغي یا پیریانو لامله) بې هوښه کیږم او لوڅېږم له الله نه دعا راته وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: که دي خوښه یي صبر وکړه جنت به وګټې او که غواړې دعا به درته وکړم چې روغه شې، هغې وویل: صبر کوم خو دا دعا راته وکړه چې لوڅېږم نه، نو هغه دعا ورته وکړه.
عن عطاء بن أبي رباح قال: قال لي ابن عباس رضى الله عنهما: ألا أريك امرأة من أهل الجنة؟ قلت بلى! قال: هذه المرأة السوداء أتت رسول الله صلى الله عليه وسلم فقالت: إني أصرع وإني أتكشف فادع الله لي. قال: إن شئت صبرت ولك الجنة، وإن شئت دعوت أن يعافيك، قالت: أصبر ولكن ادع الله أن لا أتكشف. فدعا لها. [رواه مسلم و البخاري: 5328].
د کیسې ګټې او فایدې
1– د الله د رضا او جنت ترلاسه کولو یواځنی معیار له الله نه وېره او تقوا ده، دلته حسب، نسب، تور او سپین او نورو رنګونو خبره ځای نه لري.
وي د خلکو اختلاف تل په رنګو کې
وینه یوه ده په بدن د تور او سپین
2 – له کیسې نه معلومولی شو چې دې تورې میرمنې د الله په نزد څومره لوی کرامت او شرافت لاره چې د الله رسول صلی الله علیه وسلم په دنیا کې د جنت زیری ورکړ!! .
3 –له کیسې نه د ناروغي یا پیریانو لامله بې هوښه کیدل هم ثابتیږي، دا دوه ډوله ده یو د ناروغي له کبله طبیعي او بل د پیري په اثر بې هوښه کیدل دي.
4 – د تورې میرمني له پاره دا ډېره مهمه وه چې لوڅه او بې حجابه نه شي، او له دې نه د حجاب اهمیت څرګندیږي.
5 – له بل چا نه د دعا غوښتلو جواز.
6 – مومن سړی او مومنه ښځه که د الله له لوري په ورپېښ مصیبت صبر وکړي جنت یې وګاټه.
7 – دا نیکمرغه میرمن د الله د جنت له پاره د دنیا دومره سختي او ناروغي ته غاړه ږدي چې د هغه لامله بې هوښي پرې راځي! .
8 – د ایمان خاوندانو ته د الله د رضا او جنت په مقابل کې د دنیا ستونزي او سختي اسانه وي.
9 – دا جنتي میرمن د دې په غم کې ده چې پرده یې خوندي وي که څه هم د بې هوښي په حالت کې وي .
10 – له کیسې معلومیږي چې صحابه کرامو به خپلو شاګردانو ته د خپلو نرو او ښځو نېکانو کیسې کولې او په دې توګه به یې هغوی ښو عملونو ته هڅول.



