د امریکا د سولې استازی “زلمی خلیلزاد“کابل ته راغلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۵)
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د افغان سولې په برخه کې لوړپوړی استازی زلمی خلیلزاد د خپلو سفرونو په لړ کې کابل ته راغلی دی.
نوموړي چې د ۵ هیوادونو (کابل،اسلام اباد، دوحې، امارتو او ریاض) په سفر راوتلی، نن په یوه مرکه کې ویلي؛ له طالبانو سره د سولې په صورت کې به د افغان حکومت ټولې لاسته راوړنې وساتي او په دې برخه کې به له خپلو ټولو هڅو، تجربو او نړیوالو اړیکو نه کار واخلي.
خلیلزاد تر اوسه د حکومت له کوم چارواکي سره نه دي کتلي او لا هم په خپل سفارت کې له امریکایي چارواکو سره په سلامشورو بوخت دی.
نوموړي څو ورځې وړاندې د افغانستان پر روان وضعیت له ډاکټر عبدالله سره هم کتلي وو او په دې برخه کې یې له نوموړي سره د پرمختګونو ژمنې هم کړې وې.
معلومه نه ده چې نوموړی به د څو ورځو لپاره په کابل کې پاتې شي خو ټاکل شوې چې دوهم سفر به یې اسلام آباد او له هغه ځایه به قطر ته ولاړ شي



