د نړۍ تر ټولو ګران بیه کب

په جاپان کې یو ’کوی کارپ‘ (Koi Carp) ډوله کب په ۱۴ لکه پاونډه پېرل شوی، چې په دې سره د دنیا تر ټولو ګران بیه کب بلل شوی دی.
د برېتانوۍ ډېلي مېل ورځپاڼې د خبر له مخې، دا درې فټه او درې اینچه اوږد کب له ټایوانه راوړل شوی و، چې وروسته یې خاوند د لیلامولو پرېکړه وکړه.

دا سور او سپین رنګه کب د جاپان په هیروشیما ښار کې لیلام ته وړاندې شو، او بېلابېلو اخیستونکو بولۍ ولګولې.
یوه کس د ۱،۴ میلیونه پاونډو په بیه ټاکلو سره د نړۍ دا تر ټولو ګران بیه ماهی رانیو.
’کوی کارپ‘ کبان زیاتره په جاپان کې موندل کیږي. دا ماهیان د ارایش او ښکلا لپاره ساتل کيږي. جاپان په ۲۰۱۶ز کال کې د ۲۹۵ ټنه کوی کبانو په صادرولو سره ۲۸ میلیونه پاونډه ترلاسه کړې وو.



