کینیا: ترافیکي پیښه کې ۵۱ تنه وژل شوي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۸)
د کینیا هیواد په پلازمینه نیروبي کې د یوه ملي بس موټر د اوښتو په پیښه کې لسګونه کسان وژل شوي.
پولیس وایي، دغه بس موټر چې کامګاه ښار ته پر لار وه چې د ګړندي تګ له امله له سړک څخه اوښتی او چپه شوی دی.
خبر زیاتوي، د بس موټر چت جلا شوی او ټولټال ۵۱ تنه په کې وژل شوي دي.
د کینیا هیواد چارواکي وایي، هرکال په دې هیواد کې تر ۳ زرو ډیر خلک د ترافیکي پیښو ښکار کیږي.
بلخوا بیا د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په کلني ډول هرکال په دغه هیواد کې ۱۲ زره وګړي په ترافیکي پیښو کې وژل کیږي.



