پر غزني ښار د طالبانو د برید پر مهال بهرنیو ځواکونو د نجونو پر مدرسه ۲۵۰ کیلو بم غورځولی

د غزني ولایت چارواکو ویلي چې پر غزني ښار د طالبانو د برید پر مهال بهرنیو ځواکونو پر یوه مدرسه ۲۵۰ کیلو وزني بمونه غورځولي، چې یو ناچاودېدلی بم یې نن خنثا کړل شو.
د غزني ولایت د امنیې قوماندانۍ د رسنیز دفتر له لوري، نن چهارشنبه (میزان ۲۸مه)، په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دې خنثا کړل شوي بم ۲۵۰ کیلو وزن او یو نیم متر اوږدوالی درلود.
د خبرپاڼې له مخې، بهرنيو ځواکونو دا بم د غزني ښار اړوند د ګوډل آهنګران سیمه کې، له نورو بمونو سره یوځای، د نجونو پر یوه مدرسه وغورځاوه؛ نور بمونه وچاودېدل، خو دا بم تر دوو بامونو راتېر شو، په ځمکه کې ۸ متره لاندې ولاړ، خو بیا هم ونه چاودېد.
د امنیه قومندانۍ په خبره، دا بم نن د پولیسو له لوري خنثا کړل شو.
پر غزني ښار د طالبانو د برید پر مهال بهرنیو او افغان هوايي ځواکونو په بازار او د ښار څنډو کې پر ملکي ملکیتونو بمبار وکړ، چې په پایله کې یې ملکي وګړو ته درانه مالي زیانونه واوښتل. حکومت وروسته ادعا وکړه چې د ولسي وګړو دا ملکیتونه طالبانو سوځولي وو.
همداراز، پر غزني ښار د ستر برید پر مهال، بهرنیو ځواکونو د ښار اړوند په پښتون آباد سیمه کې، په نیمه شپه کې، پر یوه کور بمبار وکړ، چې له امله یې نږدې ۱۸ ملکي وګړي شهیدان شول.



